د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ۲۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې پیل شوې

web_admin
Mon, Nov 10 2025 7:12 AM
افتتاح

لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ له لوري د مهترلام ښار پنځمې ناحيې اړوند د کابل ـ جلال ابا نوې هډې ترڅنګ د يوې پروژې چارې د لغمان والي، مهترلام ښاروال، علماوو شورا رئیس، کرهنې او مالدارۍ رئیس، د اطلاعاتو او کلتور رئیس او شمېر نورو مسولينو لخوا  پیل شوې

 مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت وويل، چې ياده پروژه د مهترلام ښاروالۍ د داخلي بوديجې څخه تمويليږي، چې پکې د تيلو پمپ، موټر شويي او دوه کوهيانې شاملې دي چې ۲۲ ميليونه افغانۍ پرې لګښت راځي او چارې به يې د اوو مياشتو په موده کې بشپړې ش 

د لغمان والي قاري بختیار معاذ د بنسټ ډبرې د اېښودلو پر مهال رسنيو سره په خبرو کې  وویل، چې په لغمان کې د امارت او موسساتو په بودیجه بیلابیلې پروژې روانې دي او هڅه کوي چې لانور هم د وطن د ابادۍ او ځوانانو ته د کار موندنې په برخه کې بیلابیلې پروژې پلي کړي. 

د علماو شورا رئیس شیخ محمد سلیم حقاني بیا د داسې پروژو په پیل خوښي وښوده او دا یې د هېواد د ابادۍ وروستۍ پروژې ونه ګڼلې همداراز یې وویل "که یو موټی او متحد اوسو هم به هېواد پرمختګ وکړي، او هم به مو د هېواد له خاورې په کلکه دفاع کړي وي، اوس یې وخت دی چې دا وطن اباد کړو او د خپلو خلکو خدمت وکړو" 

بل لور ته د مهترلام ښاریانو په ښار کې د ښاروالۍ له وروستیو پروژو او فعالیتونو څخه خوښي وښوده، هغوی وویل دا ډول پروژو کې ولس ته د سهولتونو د رامنځته کیدو ترڅنګ ګن شمیر ځوانانو ته د کار کولو زمینه هم برابریږي 

د یادونې وړده چې تیره اونۍ هم د مهترلام ښاروالۍ لخوا د ۱.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې پیل شوي

Latest news

Wed, Jun 10 2026 10:42 AM
Background image

د دویمې ناحیې اړوند له یو شمېر فابریکو څخه نظارت ترسره شو

د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحیې مدیر مولوي عبدالرحمن مزمل له لوري د یادې ناحیې اړوند له یو شمېر فابریکو څخه د پاک او منظم چاپېریال د تأمین په موخه نظارتي لیدنه ترسره شوه

د لیدنې پر. . .

Wed, Jun 10 2026 10:38 AM
Background image

د مهترلام ښار له پارکونو، ګلدانونو او شنو ساحو څخه نظارت ترسره شو

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې له مخې د مهترلام ښاروالۍ د زرغونتیا مدیریت مامور ریحان الله اریان د ښار له یو شمېر پارکونو، ګلدانونو او شنو ساحو څخه لیدنه او. . .

Wed, Jun 10 2026 10:32 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښاریانو ستونزو ته رسېدنه وشوه

مهترلام ښاروالۍ د ښاریانو د ستونزو د حل او د ښاري خدمتونو د ښه والي په موخه د مهترلام ښار د درېیمې ناحیې اړوند د اقوامو او قبایلو ریاست مخې ته د تخریب شوي سړک د بیارغونې چارې پیل کړې دي. . .

BACK TO NEWS