د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د دوه پروژو چارې پیل شوې

sardar_admin
Wed, Jan 03 2024 9:15 AM
1

دوشنبه/د جدي ۱۱مه

لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ په مالي لګښت د پنځمې ناحيي اړوند کابل_جلال اباد د لویې هډې د سړک او د  احاطې پاتې برخې جوړولو چارې پیل شوې.

هغه مراسم چې په همدې موخه د مهترلام ښاروالۍ له لوري نیول شوي وو د لغمان والي قاري زین العابدین عابد تر څنګ مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت، د بېلا بېلو ادارو یو شمیر مسؤلینو او ولسي خلکو ګډون کړی وو.
لغمان والي خبریالانو ته وویل چې یادې پروژې د مهترلام ښاروالۍ په مالي لګښت جوړیږي چې ۸ میلیونه افغانۍ پرې مصرف راځي او د څلور میاشتو په موده کې به یې چارې بشپړې شي.

بل اړخ ته بیا مهترلام ښاروال وویل چې د یادې هډې سړک ۹۰۰ متره اوږدوالی او ۸ متره عرض لري، همداراز ۳۸۰ متره احاطه پکې شامله ده چې په اساسي ډول رغول کیږي، او د څلور میاشتو په موده کې به یې کارونه بشپړې شي.
همداراز ښاروال زیاته کړه چې په راتلونکي کې به په یاده هډه کې ښه میعاري او مسلکي دوکانونه هم جوړ کړي تر څو خلک او مسافر ترې ګټه واخلي.

بل لور ته موټر چلوونکو له ولایتي ادارې او مهترلام ښاروالۍ څخه مننه وکړه چې د سړک جوړولو او احاطې کارونه یې پیل کړل، هغوی وویل یاد سړک خامه دی د چلونې پرمهال پکې ګردونه زیات وي چې په جوړیدو سره به یې یاده ستونزه حل شي.

د یادونې وړ ده چې د مهترلام ښاروالۍ له لوري څه موده وړاندې په یاده هډه کې د سوري برابرولو موخه د ( سایه بانونو) د لګولو چاري هم پیل شوي دي.

Latest news

Wed, Jun 10 2026 10:42 AM
Background image

د دویمې ناحیې اړوند له یو شمېر فابریکو څخه نظارت ترسره شو

د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحیې مدیر مولوي عبدالرحمن مزمل له لوري د یادې ناحیې اړوند له یو شمېر فابریکو څخه د پاک او منظم چاپېریال د تأمین په موخه نظارتي لیدنه ترسره شوه

د لیدنې پر. . .

Wed, Jun 10 2026 10:38 AM
Background image

د مهترلام ښار له پارکونو، ګلدانونو او شنو ساحو څخه نظارت ترسره شو

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې له مخې د مهترلام ښاروالۍ د زرغونتیا مدیریت مامور ریحان الله اریان د ښار له یو شمېر پارکونو، ګلدانونو او شنو ساحو څخه لیدنه او. . .

Wed, Jun 10 2026 10:32 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښاریانو ستونزو ته رسېدنه وشوه

مهترلام ښاروالۍ د ښاریانو د ستونزو د حل او د ښاري خدمتونو د ښه والي په موخه د مهترلام ښار د درېیمې ناحیې اړوند د اقوامو او قبایلو ریاست مخې ته د تخریب شوي سړک د بیارغونې چارې پیل کړې دي. . .

BACK TO NEWS