د مهترلام ښار اړوند له الینګار هډې څخه تر پهلوان بابا پورې د پلو لارو د خلاصون ګډ آشر ترسره شو

web_admin
Wed, Jun 10 2026 9:51 AM
ګډ آشر

د مهترلام ښاروالۍ د لومړۍ ناحیې مدیر ملا عباس ابراهیمي په مشرۍ، چې د ترافیکو مدیر مولوي حبیب الله مبارز، د ترانسپورټ ریاست او لومړۍ امنیتي حوزې مسؤلینو یې ملتیا کوله، د ګڼه‌ګوڼې د مخنیوي او د پلو لارو د خلاصون په موخه ګډ آشر ترسره شو

یاد آشر د مهترلام ښار له الینګار هډې څخه تر پهلوان بابا پورې د عمومي سړک په اوږدو کې ترسره شو، چې په ترڅ کې یې هغه هټۍوال او دوکانداران تنظیم شول چې د ترپالونو، چترۍ‌ګانو او نورو توکو په وسیله یې پلې لارې بندې کړې وې. د آشر په پایله کې پلې لارې په بشپړه توګه د ښاریانو پر مخ خلاصې او منظمې شوې

د لومړۍ ناحیې مدیر ملا عباس ابراهیمي دوکاندارانو او هټۍوالو ته خبرداری ورکړ، چې د پلو لارو د خلاص ساتلو او ښاري نظم د مراعاتولو په برخه کې جدي پاملرنه وکړي. نوموړي زیاته کړه، چې له یادې ساحې څخه په دوامداره توګه څارنه ترسره کېږي او له سرغړوونکو سره به قانوني چلند کېږي

همداراز د ترافیکو مدیر مولوي حبیب الله مبارز وویل، چې دغه ګډ فعالیت د ترافیکي نظم د ټینګښت او د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه ترسره کېږي، او په راتلونکي کې به هم ورته اقدامات دوام ولري

د یادونې وړ ده، چې د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښاري نظم، د پلو لارو د خلاصون او د ښاریانو د اسانتیاوو د تأمین په موخه ورته ګډ آشرونه په منظم ډول وخت پر وخت ترسره کېږي

Latest news

Wed, Sep 09 2026 6:32 AM
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

Wed, Sep 09 2026 6:29 AM
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

Mon, Sep 07 2026 9:55 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS