د مهترلام ښار د بېلابیلو ساحو صفايي ترسره شوه

web_admin
Sun, Feb 09 2025 11:04 AM
د ښار صفايي

د مهترلام ښاروالۍ د لومړۍ ناحيي مدیریت په لارښونه د ښاروالۍ د تنظیف کارکونکو له لوري د مهترلام ښار د مختلفو برخو صفايي ترسره شوه، په یاده صفايي کې پلچکونه او ویالې په بشپړ ډول پاکې شوې او کثافات ترې راټول او یو مناسب ځای ته انتقال کړل شول
د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف پرسول هره ورځ د سهار له ۷ بجو څخه تر مازیګر ناوخته پورې د مهترلام ښار په مختلفو برخو کې خپل فعالیتونه کوي او کثافات راټولوي
یاده دې وي چې ډیر ژر به د مهترلام ښاروالۍ له لوري د پاک چاپېریال ساتنې په موخه د مهترلام ښار په مختلفو برخو کې نوي فلزي غټې کثافت دانۍ هم ولګول شي

Latest news

Wed, Apr 29 2026 9:48 AM
Background image

د مهترلام ښار د محبت مارکیټ شاوخوا د ویالو د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي آمریت ترچتر لاندې د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومڔۍ ناحيې اړوند د محبت مارکیټ شاوخوا د ویالو د پاکولو  چارې ترسره شو
یاده. . .

Wed, Apr 29 2026 9:45 AM
Background image

په مهترلام ښار کې د نوو بېرغونو د لګولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري په مهترلام ښار کې د زړو بېرغونو د راټولولو او پر ځای یې د نوو بېرغونو د لګولو چارې ترسره شوې
یاد نوي بېرغونه د ښار په درې‌لارو، چوکونو او. . .

Tue, Apr 28 2026 10:47 AM
Background image

د لومړۍ ناحیې اړوند اتلسم ګذر چهلمټیو کلي اوسیدونکو لپاره ګذر وکیل وټاکل شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د طرزالعمل مطابق ښاغلی خیرالله اخندزاده د حاجي کریم الله زوی د مهترلام ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د ۱۸م ګذر د چهلمټیو کلي اوسیدونکو لپاره د ګذر وکیل په. . .

BACK TO NEWS