د مهترلام ښار د زرغونتیا په موخه په دویمه ناحیه کې د نیالګیو کېنولو لړۍ روانه ده

web_admin
Thu, Mar 06 2025 9:02 AM
د نيالګيو کېنول

د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودجې د مهترلام ښار د سمسورتیا په موخه په دویمه ناحیه کې د نیالګیو او زینتي بوټو د کېنولو لړۍ روانه ده
د دویمې ناحيي مدیر حاجي محمد حسین الکوزي وویل، د مهترلام ښار اړوند دویمه ناحيه کې اوس مهال د نیالګیو او زینتي بوټو کېنولو لړۍ روانه ده چې د ناحيي ترڅنګ په ټولو هغه ساحو او ګلدانونو کې به هم نیالګي او زینتي بوټي کېنول شي کوم ځای کې چې ډیر ضرورت وي
د یادونې وړ ده چې تیر کال د مهترلام ښاروالۍ له لوري په مهترلام ښار کې ۱۱ زره میوه لرونکي او غیرې میوه لرونکي نیالګي کېنول شوي ؤ چې د ټولو په منظم شکل ښه پالنه او ساتنه شوې ده

Latest news

Sun, Jun 14 2026 8:51 AM
Background image

د لومړۍ ناحيې اړوند پاچا جوی ویالې د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه او د مامور عزت الله نیازي په مشرۍ د تنظیف او سرسبزۍ زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومړۍ ناحيې اړوند د پاچا جوی ویالې د پاکولو. . .

Sun, Jun 14 2026 8:45 AM
Background image

د مهترلام ښار د یو شمېر سړکونو د داغګیرۍ چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار په یو شمېر هغو ساحو کې د سړکونو د داغګیرۍ او بیارغونې چارې ترسره شوې، چې د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله زیانمنې شوې وې او ښاریانو ته یې د تګ راتګ. . .

Sun, Jun 14 2026 8:38 AM
Background image

د مهترلام ښار د ګلدانونو د خړوبولو چارې په منظم ډول جریان لري

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د ټانکرونو په وسیله د ښار د ګلدانونو، ګلانو، زینتي بوټو او چمنونو د اوبه کولو چارې هره ورځ د منظم پلان له مخې. . .

BACK TO NEWS