د مهترلام ښار د سرسبز کولو په موخه د مهترلام ښاروالۍ اقدامات

web_admin
Sat, Jan 04 2025 7:55 AM
نيالګي کينول

مهترلام ښاروالۍ غواړي چې سږکال د مهترلام ښار پنځه واړه نواحیو کې د زرغونتیا او سمسورتیا په موخه نیالګي، زینتي بوټي او ګلان نهال کړي، چې نن په همدې موخه د پنځمې ناحيي مدیریت له لوري په یاده ناحیه کې د نیالګیو کینولو لپاره ځایونه وکیندل شول

د مهترلام ښاروالۍ د پنځمې ناحيي مدیر محمد منیر فاروق وویل، چې دوی نن د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په لارښونه سږکال نیالګیو، زینتي بوټو او ګلانو د ګرلو او نهال کولو لپاره د ځایونو جوړولو چارې پیل کړې، چې د ټولو نیالګیو او ګلانو لپاره به په منظم شکل د پلان له مخې ځایونه جوړ او وګرل شي

د یادونې وړ ده چې تیرکال هم د مهترلام ښاروالۍ له لوري د مهترلام ښار په پنځه واړه نواحیو کې ۱۱ زره میوه لرونکي او غیري میوه لرونکي نیالګي کینول شوي وه چې د ټولو په سالم ډول پالنه او روزنه شوې ده

Latest news

Wed, Sep 09 2026 6:32 AM
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

Wed, Sep 09 2026 6:29 AM
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

Mon, Sep 07 2026 9:55 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS