د مهترلام ښار د پارکونو د زرغون ساتلو او ښکلا چارې روانې دي

web_admin
Mon, Oct 06 2025 9:07 AM
سرسبزې

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي بوټو باندې ډیزاینونه وهل شي
 د تنظیف او سرسبزۍ مامور انجنیر ریحان الله آریان وايي"چې دوی د ګلانو د اصلاح، منظم کولو او د ښار د ښکلا په موخه یاده قینچي کاري پیل کړې، چې د مهترلام ښار پنځه واړه پارکونو تر څنګ به د ښار د ټولو ګلدانونو ګلان او زینتي بوټي په منظم شکل قینچي کاري شي.
یاده قینچي کاري چې یوه اوونۍ وړاندې پیل شوې، تر دې دمه د یو شمیر پارکونو او د ښار ګلدانونه منظم شوي دي
د یادونې وړ ده چې د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د پارکونو او د ښار د ګلدانونو د خړوبولو چارې هم هره ورځ د پلان له مخې ترسره کېږي، چې په نتیجه کې یې ټول پارکونه، ګلان او زینتي بوټي زرغون ساتل شوي دي

Latest news

Wed, Jun 10 2026 10:42 AM
Background image

د دویمې ناحیې اړوند له یو شمېر فابریکو څخه نظارت ترسره شو

د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحیې مدیر مولوي عبدالرحمن مزمل له لوري د یادې ناحیې اړوند له یو شمېر فابریکو څخه د پاک او منظم چاپېریال د تأمین په موخه نظارتي لیدنه ترسره شوه

د لیدنې پر. . .

Wed, Jun 10 2026 10:38 AM
Background image

د مهترلام ښار له پارکونو، ګلدانونو او شنو ساحو څخه نظارت ترسره شو

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې له مخې د مهترلام ښاروالۍ د زرغونتیا مدیریت مامور ریحان الله اریان د ښار له یو شمېر پارکونو، ګلدانونو او شنو ساحو څخه لیدنه او. . .

Wed, Jun 10 2026 10:32 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښاریانو ستونزو ته رسېدنه وشوه

مهترلام ښاروالۍ د ښاریانو د ستونزو د حل او د ښاري خدمتونو د ښه والي په موخه د مهترلام ښار د درېیمې ناحیې اړوند د اقوامو او قبایلو ریاست مخې ته د تخریب شوي سړک د بیارغونې چارې پیل کړې دي. . .

BACK TO NEWS