د مهترلام ښار د پارکونو د ښکلا برنامه پیل شوه
د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي بوټو باندې ډیزاینونه وهل شي
د تنظیف او سرسبزۍ مامور انجنیر ریحان الله آریان وویل"چې دوی د ګلانو د اصلاح، منظم کولو او د ښار د ښکلا په موخه یاده قینچي کاري پیل کړې، چې د مهترلام ښار پنځه واړه پارکونو ترڅنګ به د ښار د ټولو ګلدانونو ګلان او زینتي بوټي به په منظم شکل قینچي کاري شي
