د مهترلام ښار د پراختیا او د الینګار عمومي سرک د دوه لینه کولو په موخه له مشرانو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

web_admin
Sun, Jun 28 2026 5:17 AM
همغږۍ ناسته

د مهترلام ښار د پراختیا او د الینګار په مسیر د عمومي سرک د دوه لینه کولو په موخه، مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق، د ښار او کور جوړونې رئیس مولوي حسین احمد تیلوي، د ښاروالۍ تخنیکي او مسلکي آمر انجنیر زاهد الله مجددي، د څارنې او ارزونې آمر الحاج عبدالطیف اخندزاده او د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري له لوري د یادې سیمې له مشرانو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

په یاده ناسته کې مهترلام ښاروال ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ښاروالۍ د ټولو ګډ کور یاد کړ او ویې ویل، چې د مهترلام ښار د پراختیا او ښاریانو ته د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو لپاره هڅې روانې دي، ترڅو ښار پراخ او خلکو ته د کار زمینه برابره شي
ښاروال زیاته کړه، چې د ښار د سړکونو د پراختیا چارې په تدریجي ډول پيل شوې دي او په همدې لړ کې به د الینګار عمومي سرک له الینګار هډې څخه تر پهلوان بابا پورې دوه لینه شي، چې د تګ راتګ ستونزې به ورسره تر ډېره حل شي

د ښار او کور جوړونې رئیس مولوي حسین احمد تیلوي وویل، هغه منظور شوي پلانونه چې پخوا ترتیب شوي، عملي بڼه به خپله کړي او ټولې رغنیزې چارې به د منظور شوو پلانونو له مخې ترسره کېږي

نوموړي د الینګار په مسیر له ټولو اوسېدونکو وغوښتل، چې د هر ډول نوې آبادۍ پر مهال دې د سرک له منځنۍ کرښې (سنټر) څخه دواړو خواوو ته ۱۵ ـ ۱۵ متره فاصله په پام کې ونیسي، ترڅو په راتلونکي کې له احتمالي زیانونو څخه خوندي پاتې شي

د سیمې مشرانو په نوبت سره خبرې وکړې، د سرک د پراختیا او جوړېدو هرکلی یې وکړ او ټینګار یې وکړ، چې د پروژې د پلي کېدو پر مهال باید د خلکو حقوق په پام کې ونیول شي، ترڅو هم د ښار د پراختیا چارې پر مخ ولاړې شي او هم خلکو ته زیان ونه رسېږي

د یادونې وړ ده، چې د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار د پراختیا، د ګڼې ګوڼې د مخنیوي او د ښاري اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه یو شمېر پراختیایي پروژې تر کار لاندې دي

Latest news

Wed, Sep 09 2026 6:32 AM
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

Wed, Sep 09 2026 6:29 AM
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

Mon, Sep 07 2026 9:55 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS