د مهترلام ښار د پراختیا او د مستریانو منظمولو چارې روانې دي

web_admin
Wed, May 28 2025 10:45 AM
د خط اچونه

د مهترلام ښاروالۍ رهبري د ښاري پراختیا، تنظیم، پاکوالي او د ښار د ګڼې ګوڼې د مخنیوي په موخه یو لړ عملي اقدامات پیل کړي دي، چې یوه مهمه برخه یې د ښاري خدمتونو برابرول، د مهترلام ښار پراخول او د مستریانو منظمول دي
په همدې موخه، د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت‌ الله شهامت په لارښوونه، د مهترلام ښار ټول مستریان د ښار له بېلابېلو برخو څخه د پنځمې ناحیې اړوند، د کابل ـ جلال‌آباد هډې ترڅنګ ترمینل ته انتقالېږي، چې نن د یادو مستریانو لپاره د ځایونو د مشخص کولو چارې ترسره شوې
یاده چاره د مهترلام ښاروالۍ د تعین شوي کمیټې له لوري ترسره شوه چې هر مستري ته به مناسب، ترتیب شوی، او قانوني ځای ورکړل شي
یاده دې وي چې له دې وړاندې د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار د پراختیا په موخه د موټرو بارکینونه هم همدغه ترمینل ته انتقال شوي، چې دا مهال پکې د موټرو پېر او پلور په منظم شکل جریان لري او ښاریان د ښاروالۍ یاده کړنه ستايي او قدردانی یې کوي

Latest news

Wed, Sep 09 2026 6:32 AM
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

Wed, Sep 09 2026 6:29 AM
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

Mon, Sep 07 2026 9:55 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS