د نورستان سېلاب ځپلو سره د مرستې په موخه د مهترلام ښاروالۍ پلاوی نورستان ته روان شو

web_admin
Thu, Jul 23 2026 7:03 AM
پلاوی

د نورستان ولایت له سېلاب ځپلو کورنیو سره د مرستې او همکارۍ په موخه، د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ د مهترلام ښاروالۍ یو پلاوی یاد ولایت ته روان شو
په دغه پلاوي کې د ښاروالۍ د عوایدو او محاسبې آمر حاجي احمد زبیر سالار، یو شمېر مدیران او د تنظیف زیارکښ کارکوونکي هم ګډون لري، چې موخه یې له سېلاب ځپلو سره د مرستې او د اړینو همکاريو ترسره کول دي

مهترلام ښاروال وویل، چې د اسلامي او انساني مسؤلیت له مخې د طبیعي پېښو له زیانمنو هېوادوالو سره مرسته د ټولو ګډه دنده ده، او مهترلام ښاروالۍ به د خپلې وسې او امکاناتو په چوکاټ کې له زیانمنو کورنیو سره لازمې همکارۍ ترسره کړي

د یادونې وړ ده، چې نن د نورستان ولایت په ځینو سیمو کې د سختو سېلابونو له امله خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي

Latest news

Wed, Sep 09 2026 6:32 AM
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

Wed, Sep 09 2026 6:29 AM
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

Mon, Sep 07 2026 9:55 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS