د ټولو ګذرونو ستونزو ته به د پلان له مخې رسېدنه کېږي – د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

web_admin
Tue, Nov 25 2025 11:05 AM
مجلس

نن د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په پیل کې د هر امر او مدیر له لوري د تېرې ناستې راپورونه د مجلس ګډونوالو سره شریک شول، او ورپسې د ښاروالۍ اړوند یو شمېر مهم موضوعات تر بحث لاندې ونیول شول
ښاروال د ټولو امرینو او مدیرانو د منظم کار او پر وخت د دندو د سرته رسولو له امله مننه وکړه او ویې ویل چې د ښاري خدمتونو د ښه‌والي لپاره ترسره کېدونکي فعالیتونه د ستاینې وړ دي
هغه زیاته کړه چې د ګذر وکیلانو وړاندیزونه او ستونزې بشپړې اوریدل شوې دي، او د پلان مطابق به د مهترلام ښار د پنځو ناحیو ټولو ګذرونو ته رسېدنه کېږي، نوموړي وویل که چیرې کوم ګذر ته د کثافت‌دانیو اړتیا وي، نو د ښاروالۍ له لوري به ورته د کثافاتو د ټولولو لپاره فلزي کثافت داني ولګول شي، او که اړتیا د فرعي سرکونو هموارکاري وي، نو هغه به هم د پلان له مخې په نوبتي ډول ترسره شي
یاده دې وي چې په پای کې، ښاروال اړوندو امرینو او مدیرانو ته ځانګړې دندې وسپارلې او ټینګار یې وکړ چې د راتلونکې ناستې تر رارسېدو پورې دې د هغه دندو د ترسره کولو بشپړ راپور شریک کړي

Latest news

Wed, Jun 10 2026 10:42 AM
Background image

د دویمې ناحیې اړوند له یو شمېر فابریکو څخه نظارت ترسره شو

د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحیې مدیر مولوي عبدالرحمن مزمل له لوري د یادې ناحیې اړوند له یو شمېر فابریکو څخه د پاک او منظم چاپېریال د تأمین په موخه نظارتي لیدنه ترسره شوه

د لیدنې پر. . .

Wed, Jun 10 2026 10:38 AM
Background image

د مهترلام ښار له پارکونو، ګلدانونو او شنو ساحو څخه نظارت ترسره شو

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې له مخې د مهترلام ښاروالۍ د زرغونتیا مدیریت مامور ریحان الله اریان د ښار له یو شمېر پارکونو، ګلدانونو او شنو ساحو څخه لیدنه او. . .

Wed, Jun 10 2026 10:32 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښاریانو ستونزو ته رسېدنه وشوه

مهترلام ښاروالۍ د ښاریانو د ستونزو د حل او د ښاري خدمتونو د ښه والي په موخه د مهترلام ښار د درېیمې ناحیې اړوند د اقوامو او قبایلو ریاست مخې ته د تخریب شوي سړک د بیارغونې چارې پیل کړې دي. . .

BACK TO NEWS