د پنځم ګذر اوسیدونکو ته د پاک چاپېریال ساتنې او ښاروالۍ سره د همکارۍ په موخه عامه پوهاوی ورکړل شو

web_admin
Sat, Dec 27 2025 10:30 AM
عامه پوهاوی

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت ترچتر لاندې د مطبوعاتو او عامه پوهاوي مدیریت له لوري د پنځمې ناحيې اړوند پنځم ګذر اوسیدونکو ته د پاک چاپېریال ساتنې او ښاروالۍ سره د همکارۍ په موخه عامه پوهاوی ورکړل شو
د عامه پوهاوي د ورکولو پر مهال د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري ترڅنګ، د مطبوعاتو او عامه پوهاوي مدیر لعل آغا ابراهیمي، د پنځمې ناحيې مدیر محمد منیر فاروق او د یاد ګذر وکیل او مشرانو ګډون کړی وو
د مطبوعاتو او عامه پوهاوي مدیر ابراهیمي د پاک چاپېریال ساتنې ترڅنګ د یاد ګذر له ولسونو غوښتنه وکړه چې د ښاري خدماتو په تحویلولو کې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي او د ښاري خدماتو محصول باید پر وخت تحویل کړي
د مجلس په پای کې د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري له لوري د ګذر د اوسیدونکو ستونزې واریدل شوې او د حل په موخه ورته ډاډ ورکړل شو

Latest news

Sat, Feb 28 2026 8:46 AM
Background image

په پنځمه ناحیه کې د ګلانو او زینتي بوټو د ساتنې لپاره کټارې ولګول شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د پنځمې ناحیې اړوند د سرک په عمومي ګلدان کې، چې تېره ورځ پکې د سیمې د ښکلا او زرغونتیا په موخه ګلان او زینتي بوټي کېنول شوي وو، د یادو بوټو د خوندي ساتنې لپاره. . .

Sat, Feb 28 2026 8:42 AM
Background image

د یو لړ مهمو پروژو په تړاو د مشورتي بورډ له غړو سره ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په مشرۍ د ۱۴۰۵ مالي کال د یو لړ مهمو پروژو په تړاو د مشورتي بورډ له غړو سره مشورتي ناسته ترسره شوه

یاده ناسته د ښاروالۍ په مقام کې جوړه شوې. . .

Thu, Feb 26 2026 5:38 AM
Background image

په پنځمه ناحیه ترمینل کې د تیلو پمپ جوړېدو چارې په چټکۍ روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د ۲۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د پنځمې ناحیې اړوند د کابل ـ جلال‌آباد هډې ترڅنګ د یوې مهمې عاداتي پروژې چارې په منظم شکل جریان لري

په یاده پروژه کې د. . .

BACK TO NEWS