د پنځم ګذر اوسیدونکو په خپله سیمه کې د ګذر وکیل د ټاکلو غوښتنه وکړه

web_admin
Sun, Aug 23 2026 5:05 AM
وکیل ګذر

د مهترلام ښار د څلورمې ناحيې اړوند د پنځم ګذر چپرهار سیمې اوسیدونکو د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري سره وکتل د یو شمیر ستونزو د شریکولو ترڅنګ یې په خپله سیمه کې د ګذر وکیل د ټاکلو غوښتنه وکړه

مشرانو په لومړیو کې د ښاروالۍ فعالیتونو وستایل او د ښاري حکومتولۍ آمر څخه یې غوښتنه وکړه چې په سیمه کې یې ګذر وکیل وټاکي، ترڅو د سیمې ستونزې یې په وخت د ښاروالۍ ریاست مقام سره شریکې شي

عباس عمري ټولو راغلو مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ډاډ ورکړ چې ستونزو ته به یې رسیدنه کوي او د ښاري حکومتولۍ د طرزالعمل مطابق به خپله کړنه ترسره کوي

Latest news

Wed, Sep 09 2026 6:32 AM
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

Wed, Sep 09 2026 6:29 AM
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

Mon, Sep 07 2026 9:55 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS