د ښاروالیو چارو سمون عمومي رئیس د مشورتي بورډ غړو، اصنافو او ګذر وکیلانو ستونزې له نږدې واریدې او د حل په موخه یې ډاډ ورکړ

web_admin
Sat, May 10 2025 11:33 AM
مجلس

د چارو ادارې لوی ریاست د ښاروالیو چارو د سمون عمومي رئیس الحاج مولوي محمد اسحاق اخندزاده لغمان ته په خپل راغلي سفر کې د مهترلام ښار د مشورتي بورډ غړو، ګذر وکیلانو او د اصنافو نماینده ګانو ستونزې له نږدې واورېدې او د حل په موخه یې ورته ډاډ ورکړ
هغه غونډه چې په همدې موخه جوړه شوې وه، په لومړیو کې مهترلام ښاروال الحاج مولوري رحمت الله شهامت راغلي پلاوي او ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، که په مهترلام ښاروالۍ کې کوم ستونزه لرئ یا هم ستاسو ستونزو ته رسیده ګي نه ده شوې کولای شئ اوس مهال مخامخ له یې له ښاغلي اخندزاده سره شریک کړئ
د مشورتي بورډ غړو، ګذر وکیلانو او د اصنافو نماینده د مهترلام ښاروالۍ فعالیتونه وستایل او همداراز یې خپلې یو شمېر ستونزې، وړاندیزونه او نظریات له ښاغلي اخندزاده سره شریک کړل
دوی د مهترلام ښار د پراختیا او ښاریانو ته د کار برابرولو غوښتنې وکړې
د ښاروالیو چارو د سمون عمومي رئیس ښاغلي اخندزاده د ګډونوالو ستونزې په دقت سره واوریدې او ژمنه یې وکړه چې د یادو مسئلو د حل لپاره به نه ستړې کیدړنکي هلې ځلې کوي
همداراز نوموړي له ګډونوالو وغوښتل چې د ښار د پاکوالي، ښاري نظم او خدماتو په ښه والي کې له ښاروالۍ سره فعاله همکاري وکړي تر څو د مهترلام ښار ښکلا لاپسې زیاته شي

Latest news

Wed, Sep 09 2026 6:32 AM
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

Wed, Sep 09 2026 6:29 AM
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

Mon, Sep 07 2026 9:55 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS