د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري په دویم ګذر کې د پاک چاپېریال ساتنې په موخه عامه پوهاوی ورکړل شو

web_admin
Wed, Nov 26 2025 9:41 AM
غونډه

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت ترچتر لاندې د مطبوعاتو او عامه پوهاوي مدیریت له لوري د پنځمې ناحيې اړوند دویم ګذر اوسیدونکو ته د پاک چاپېریال ساتنې په موخه عامه پوهاوی ورکړل شو

د عامه پوهاوي د ورکولو پر مهال د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري ترڅنګ، د مطبوعاتو او عامه پوهاوي مدیر لعل آغا ابراهیمي، د پنځمې ناحيې یو شمیر مامورینو او د یاد ګذر وکیل او مشرانو ګډون کړی وو

د مطبوعاتو او عامه پوهاوي مدیر ابراهیمي ښاروالۍ د ټولو ګډ کور یاد کړ او د ګذر له اوسیدونکو څخه یې غوښتنه وکړه چې کثافات د ښاروالۍ له لوري په لګول شویو کثافت دانیو کې واچوي ترڅو د ښاروالۍ د تنظیف ډله یې یو لیرې ځای ته انتقال او د چاپېریالي اصولو مطابق دفن کړي

همداراز نوموړي غوښتنه وکړه چې د ګذر اوسیدونکي باید د ښاري خدماتو په تحویلولو کې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي او د ښاري خدماتو محصول باید پر وخت تحویل کړي

د مجلس په پای کې د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري د ګذر د اوسیدونکو ستونزې واریدل شوې او د حل په موخه ورته ډاډ ورکړل شو

یاده دې وي چې د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په ځانګړې هدایت د پاک چاپېریال ساتنې د عامه پوهاوي دغه برنامه پیل شوې چې د مهترلام ښار پنځه واړه ناحیو ګذرونو اوسیدونکو ته به د پلان مطابق ورکړل شي

Latest news

Wed, Jun 10 2026 10:42 AM
Background image

د دویمې ناحیې اړوند له یو شمېر فابریکو څخه نظارت ترسره شو

د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحیې مدیر مولوي عبدالرحمن مزمل له لوري د یادې ناحیې اړوند له یو شمېر فابریکو څخه د پاک او منظم چاپېریال د تأمین په موخه نظارتي لیدنه ترسره شوه

د لیدنې پر. . .

Wed, Jun 10 2026 10:38 AM
Background image

د مهترلام ښار له پارکونو، ګلدانونو او شنو ساحو څخه نظارت ترسره شو

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې له مخې د مهترلام ښاروالۍ د زرغونتیا مدیریت مامور ریحان الله اریان د ښار له یو شمېر پارکونو، ګلدانونو او شنو ساحو څخه لیدنه او. . .

Wed, Jun 10 2026 10:32 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښاریانو ستونزو ته رسېدنه وشوه

مهترلام ښاروالۍ د ښاریانو د ستونزو د حل او د ښاري خدمتونو د ښه والي په موخه د مهترلام ښار د درېیمې ناحیې اړوند د اقوامو او قبایلو ریاست مخې ته د تخریب شوي سړک د بیارغونې چارې پیل کړې دي. . .

BACK TO NEWS