د کابل ـ جلال آباد د هډې د سرک کانکریټ اچونې چارې پیل شوې

web_admin
Sat, Feb 10 2024 10:11 AM

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د پنځمې ناحيي اړوند د کابل ـ جلال آباد په هډه کې په دریو مختلفو پروژو د سرک کانکریټ کول، د هډې احاطه او د سایه بانونو لګول روان دي، چې نن د احاطې او سایه بانونو د کار د جریان تر څنګ په سرک باندې هم د کانکریټ اچونې چارې پیل شوې.

مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت چې د ښاروالۍ سکتوري، مالي او د ښاري حکومتوالۍ امرینو یې ملتیا کوله له یادو پروژو څخه یې لیدنه وکړه او د پروژو مسؤلینو ته یې سپارښتنه وکړه تر څو په مسکلي او معیاري شکل کارونه وکړي.

د پروژو مسؤلینو ښاروال ته ډاډ وکړ چې دوی به اساسي او معیاري کار کوي تر څو په راتلونکي کې هم د ورته پروژو باور پرې وشي.

د یادونې وړ ده چې د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار په بېلابیلو برخو کې په تنویرې پایو هم کار روان دی چې په بشپړیدو سره به یې ښار روښانه شي.

۱۴۰۲/۱۱/۱۹

#مهترلام_ښاروالۍ_مطبوعاتو_دفتر

Latest news

Wed, Sep 09 2026 6:32 AM
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

Wed, Sep 09 2026 6:29 AM
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

Mon, Sep 07 2026 9:55 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS