د ګڼې ګوڼې د مخنیوي او د ښاریانو ستونزو اوریدو په موخه مهترلام ښاروال له ښار څخه لیدنه وکړه

web_admin
Sat, Feb 15 2025 7:08 AM
ښار څخه ليدنه

مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت چې د لومړۍ ناحيي مدیر ملا عباس ابراهیمي او د اصنافو رئیس یې ملتیا کوله د ګډوډۍ د مخنیوي او د ښاریانو د ستونزو اوریدو په موخه یې له مهترلام ښار څخه لیدنه وکړه
ښاروال وویل: د ازدحام د مخنیوي او د ښاریانو د ستونزو د اوریدو په موخه مو نن له مهترلام ښار څخه لیدنه وکړه، ترڅو ښار منظم او ښاریان په اسانۍ سره تګ راتګ وکړي
نوموړي وویل، هټیوالو او لاس پلورونکو ته مو ځانګړې ځایونه ټاکلي او زموږ کاري پرسونل هره ورځ په ښار کې خپل فعالیتونه کوي، ښار منظم کوي او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د ښار نظم خراب کړي
یاده دې وي چې ښاروال د هټیوالو او دوکاندانو ستونزې هم له نږدې واریدې او د حل په موخه یې ورته ډاډ ورکړ

Latest news

Wed, Sep 09 2026 6:32 AM
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

Wed, Sep 09 2026 6:29 AM
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

Mon, Sep 07 2026 9:55 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS