د یو لړ مهمو پروژو په تړاو د مشورتي بورډ له غړو سره ناسته ترسره شوه

web_admin
Sat, Feb 28 2026 8:42 AM
مشورتي بورډ

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په مشرۍ د ۱۴۰۵ مالي کال د یو لړ مهمو پروژو په تړاو د مشورتي بورډ له غړو سره مشورتي ناسته ترسره شوه

یاده ناسته د ښاروالۍ په مقام کې جوړه شوې وه، چې پکې د ښاروال ترڅنګ د تخنیکي او مسلکي چارو آمر انجنیر زاهد الله مجددي، د ښاري حکومتولۍ آمریت مدیرانو او د مشورتي بورډ غړو ګډون کړی و

په پیل کې مهترلام ښاروال ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل، او څرګنده یې کړه، چې د ښاروالۍ له لوري د مهترلام ښار په کچه هر مهم فعالیت او پروژه د مشورتي بورډ له غړو سره تر سلا مشورې وروسته عملي کېږي

 نوموړي زیاته کړه، هغه پروژې چې په تېرو کلونو کې د مشورتي بورډ له لوري تایید شوې وې، د ښاروالۍ له خوا په منظم او شفاف ډول بشپړې شوې دي

د ناستې په ترڅ کې د تخنیکي او مسلکي چارو آمریت له لوري د ۱۴۰۵ کال لپاره یو شمېر مهمې پروژې وړاندې شوې، چې پکې د سړکونو جوړول، د پارکونو رغول، د پلو لارو او د لښتیو  جوړول شامل دي

د مشورتي بورډ غړو په نوبت سره خپلې خبرې وکړې، د ښاروالۍ روان فعالیتونه یې وستایل او له ښاروال ښاغلي شهامت څخه یې مننه وکړه، چې د ښار اړوند هره مهمه پرېکړه له دوی سره په مشوره مخې ته وړي

د ناستې په پای کې د مشورتي بورډ له لوري یادې پروژې تائید شوې او د تطبیق لپاره یې لومړیتوبونه وټاکل شول، ترڅو په ۱۴۰۵ کال کې په منظم او اغېزمن ډول پلي شي

Latest news

Wed, Sep 09 2026 6:32 AM
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

Wed, Sep 09 2026 6:29 AM
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

Mon, Sep 07 2026 9:55 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS