مهترلام ښاروالۍ د پارکونو د زرغونتیا په موخه د اوبو منظم سیستم جوړوي

web_admin
Mon, Dec 08 2025 5:16 AM
قرارداد

مهترلام ښاروالۍ د خپلو پروژو په دوام د پارکونو د زرغونتیا په موخه منظم د اوبه کولو سیستم جوړوي، چې نن مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت او په داوطلبۍ کې ګټونکي نعمان عبدالاحد رحیمي ودانیز شرکت سره قرارداد لاسلیک شو

په دغه پروژه کې به د پارکونو لپاره حوضونه، پیپونه او نلکې ولګول شي چې له مخې به یې ټول نیالګي له دې وروسته په منظم شکل خړوبیږي

ښاروال د قرارداد پر مهال د شرکت مسؤل ته سپارښتنه وکړه چې کارونه په اساسي او معیاري شکل د پلان مطابق ترسره کړي

د یادونې وړ ده چې مهترلام ښاروالۍ سږ کال د بیارغونې ګڼ شمېر پروژې په لاره اچولي چې په پرلپسې ډول به یې چارې پیل شي

Latest news

Wed, Sep 09 2026 6:32 AM
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

Wed, Sep 09 2026 6:29 AM
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

Mon, Sep 07 2026 9:55 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS