مهترلام ښاروالۍ د ۱۴۰۳ مالي کال ولسونو ته د حساب ورکونې معلوماتي غونډه ترسره کړه

web_admin
Thu, Apr 17 2025 9:06 AM
غونډه

هغه غونډه چې په همدې موخه د مهترلام ښاروالۍ په هوټل کې جوړه شوې وه، د لغمان مرستیال والي الحاج مولوي اختر محمد مزمل ترڅنګ، مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت، د بېلابیلو ادارو رئیسانو، پنځه ګونو ناحیو ګذر وکیلانو، د مشورتي بورډ غړو، د اصنافو ریاست مسؤلینو او ښاریانو ګډون کړی وو
مرستیال والي وویل، په ۱۴۰۳ مالي کال کې په لغمان مرکز او ولسوالیو کې ګڼې پرژوې ترسره شوي چې ډیری خلکو ته پکې د کار کولو زمینه هم برابره شوې وه
هغه وویل چې سږکال به لا زیاتې پروژې په لغمان کې تطبیق شي
 د مهترلام ښاروالۍ د عوايدو مدير نکت الله عزيزي د ۱۴۰۳ مالي کال د راټول شويو عوايدو او د هغه د سرچينو، مالي او محاسبې مدير حاجي عبدالولي الکوزي د مهترلام ښاروالۍ پر لګښتونو او انجنير شوکت الله نعيمي د ترسره شویو پروژو په اړه د غونډې ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل
مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت وويل دا چې ولسونه حق لري چې د خپلو ورکړل شوو عوايدو په برخه کې معلومات تر لاسه کړي نو غوره يې وبلله چې د دوى د روپۍ روپۍ حساب ورکړي چې د عوايدو د راټولو په پايله کې یې ګڼې پروژې عملي کړي دي
نوموړي زیاته کړه چې سږکال د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د ۸۶ میلیونه افغانیو په لګښت په مهترلام ښار کې ۱۴ پراختیايي پروژې تطبیق شوي، چې په یادو پروژو کې د ښار دننه د سرکونو جوړول او ترمیم، د پیاده روونو جوړول د مهترلام ښار په پنځو ناحیو کې د کثافت دانیو ایښودل، د سبزي مارکیټ د بام ترمیم او  په ښار کې د تنویرې پایو  نصبول شامل دي
همداراز ښاروال وویل چې د نورو کلونو په پرتله سږکال د مهترلام ښاروالۍ عوایدو کې هم زیاتوالی راغلی دی
د مهترلام ښاروالۍ د مشورتي بورډ مرستيال حاجي حفيظ الله همکار حساب ورکوونه د يوې ادارې د ښه شفافيت نماينده ګي یاده کړه او له مهترلام ښاروالۍ څخه یې مننه وکړه چې خپلو ولسونو ته حساب ورکوي
د غونډې ګډونوالو د مهترلام ښاروالۍ فعالیتونه وستایل او له ښاروال ښاغلي شهامت څخه يې مننه وکړه چې شپه او ورځ د مهترلام ښار د آبادۍ او سمسورتیا لپاره نه ستړې کیدونکي هلې ځلې کوي
د یادونې وړ ده چې د غونډې ګډونوالو ته د مهترلام ښاروالۍ د مطبوعاتو مسؤل لعل آغا ابراهيمي له خوا هغه انځوريز ګزارش هم وړاندې شو چې د ۱۴ پروژو چارې پکې ترسره شوې وې او د ښاروالۍ د بيلابيلو برخو فعاليتونه پکې راټول شوي ؤ

Latest news

Wed, Sep 09 2026 6:32 AM
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

Wed, Sep 09 2026 6:29 AM
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

Mon, Sep 07 2026 9:55 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS