مهترلام ښاروالۍ والیبال لوبډلې دویم مقام وګاټه
د لغمان الېنګار ولسوالۍ سنګره سیمه کې د غازیانو د پُل او سنګره د سرک د جوړیدو په ویاړ د ۳۲ والیبال لوبډلو ترمنځ چې کوم ټورنمېنټ جوړ شوی وو مهترلام ښاروالۍ والیبال لوبډلې پکې دویم مقام وګاټه
یایلوبه یې د مهترلام ښاروالۍ او شکیب سنګروال لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې له یوې جذابې لوبې وروسته شکیب سنګروال لوبډلې لومړی او مهترلام ښاروالۍ لوبډلې دویم مقام ترلاسه کړ
د ټورنمېنټ مسؤلینو وویل، یادې سیالۍ یې د غازیانو د پُل او سنګره سرک د جوړیدو په موخه په لاره اچولې وې، ترڅو خلک راشي له یوه اړخه د نوي پُل او سرک د جوړیدو ننداره وکړي او له بله پلوه د والیبال له سیالیو خوند واخلي
مسؤلین زیاتوي، چې د یاد ټورنمېنټ ګټونکي لوبډلې ته د نورو جایزو، مډالونو او کپونو ترڅنګ موټرسایکل هم ورکړل شو
