مهترلام ښاروالۍ پنځمه ناحیه کې د تیلو پمپ ستیشن جوړوي

web_admin
Sun, Jan 05 2025 8:40 AM
د پمپ ستيشن داوطلبي

مهترلام ښاروالۍ له خپلې داخلي بودجې د سږکال پروژو په لړ کې د پنځمې ناحيي اړوند کابل ـ جلال آباد هډه کې د تیلو پمپ ستیشن جوړوي، چې نن یې په همدې موخه داوطلبي ترسره شوه

یاده داوطلبي د څلورو شرکتونو ترمنځ د ولایت مقام د تعین شوي کمیټې په حضور کې وشوه، چې ګټونکی شرکت به یې د ارزیابۍ کمیټې له تائید وروسته معلوم شي او بیا به ورسره قرارداد لاسلیک شي

یاده دې وي چې مهترلام ښاروالۍ په یاده هډه کې یوه موټرشويي، د اوبو ژوره څاه او بدرفع څاه د جوړیدو اعلان هم کړی دی چې په نږدې ورځو کې به یې د مختلفو شرکتونو ترمنځ داوطلبي ترسره شي

Latest news

Wed, Sep 09 2026 6:32 AM
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

Wed, Sep 09 2026 6:29 AM
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

Mon, Sep 07 2026 9:55 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS