مهترلام ښاروال د لوړ پوړیزو ودانیو مالکانو سره ناسته وکړه

web_admin
Mon, Jan 29 2024 8:14 AM

مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت د مهترلام ښار د لوړ پوړیزو ودانیو مالکانو سره د لغمان د آبادۍ او سمسورتیا په موخه ناسته وکړه او دوی یې تشویق کړل تر څو په مهترلام ښار کې د بیا رغونې کارونه پیل کړي.

همداراز ښاروال د لوړپوړیزو ودانیو مالکانو څخه غوښتنه وکړه چې خپل اسنادونه د ښاروالۍ ریاست مقام ته د کتلو په موخه راوړي، تر څو یې اسناد ته په کتو د کار کولو اسانتیاوې ورته برابرې شي

 د لوړ پوړیزو ودانیو مالکانو له ښاروال ښاغلي شهامت څخه مننه وکړه چې د مهترلام د ابادۍ او سمسورتیا لپاره نه ستړې کیدونکي هلې ځلې کوي

 دوی له ښاروال څخه د همکارۍ تر څنګ نوموړي ته ډاډ ورکړ چې ډیر ژر به په مهترلام ښار کې د بیا راغونې کارونه پیلوي

 

 ۱۴۰۲/۱۱/۹ 

د_مهترلام_ښاروالۍ_د_مطبوعاتو_دفتر

Latest news

Wed, Sep 09 2026 6:32 AM
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

Wed, Sep 09 2026 6:29 AM
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

Mon, Sep 07 2026 9:55 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS