مهترلام ښاروال د ښاروالۍ له پروژو څخه لیدنه وکړه او د کار په ښه کیفیت یې ټینګار وکړ

web_admin
Tue, Sep 02 2025 10:49 AM
پروژو څخه ليدنه

د مهترلام ښار په مختلفو ساحو کې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې څخه د دوو پراختیايي پروژو چارې جریان لري چې نن مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت د يادو پروژو له کارونو څخه ليدنه وکړه

یادې پروژې چې د حاجیانو کلي سړک رغول او د دارالمعلمین د مسیر سرک جوړونه رانغاړي، د ښاروال له لوري د ښاروالۍ تخنیکي ټیم او انجنیرانو په حضور کې له نږدې وکتل شوې

په یاده لیدنه کې ښاروال د پروژو پر مسؤلینو ټینګار وکړ چې کارونه دې د انجینري اصولو، تخنیکي معیارونو او ترتیب شوي پلان سره سم، په باکیفیته او اساسي ډول ترسره کړي

د یادونې ورځ ده چې په دغو دوو پروژو کې په ورځني ډول شاوخوا ۵۰ کسانو ته د کار کولو زمینه هم برابره شوې ده

Latest news

Sun, Jun 14 2026 8:51 AM
Background image

د لومړۍ ناحيې اړوند پاچا جوی ویالې د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه او د مامور عزت الله نیازي په مشرۍ د تنظیف او سرسبزۍ زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومړۍ ناحيې اړوند د پاچا جوی ویالې د پاکولو. . .

Sun, Jun 14 2026 8:45 AM
Background image

د مهترلام ښار د یو شمېر سړکونو د داغګیرۍ چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار په یو شمېر هغو ساحو کې د سړکونو د داغګیرۍ او بیارغونې چارې ترسره شوې، چې د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله زیانمنې شوې وې او ښاریانو ته یې د تګ راتګ. . .

Sun, Jun 14 2026 8:38 AM
Background image

د مهترلام ښار د ګلدانونو د خړوبولو چارې په منظم ډول جریان لري

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د ټانکرونو په وسیله د ښار د ګلدانونو، ګلانو، زینتي بوټو او چمنونو د اوبه کولو چارې هره ورځ د منظم پلان له مخې. . .

BACK TO NEWS