مهترلام ښار کې د اسد ۲۴مې فتحې ورځې د نمانځنې په موخه د بیرغونو لګولو بهیر روان دی
د اسد ۲۴مه د مجاهدینو د بریا او د امریکايي اشغالګرو د ماتې له تاریخي ورځې سره سمون خوري، مهترلام ښاروالۍ د ښار په بېلابېلو برخو کې د بیرغونو د لګولو لړۍ پیل کړې ده
په دې لړ کې د ښار مهمې څلورلارې، چوکونه، درې لارې، تنویري پايي او نور عامه ځایونه شامل دي چې په ټولو اړونده ساحو کې به بیرغونه ولګول شي
د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري وايي، د بیرغونو لګولو دغه بهیر د ښار له بېلابېلو ساحو څخه پیل شوی او د اسد د ۲۴مې ورځې تر پای پورې به دوام ولري
نوموړی زیاتوي، د بېرغونو د لګولو دغه چاره د ښاري ښکلا ترڅنګ د دې ارزښتناکې ورځې د درناوي په موخه ترسره کېږي
یاده دې وي چې د اسد ۲۴مه، د افغان ملت د قربانیو، سرښندنو او خپلواکۍ د بیا ترلاسه کولو ورځ ده چې هر کال په ټول هېواد کې د ویاړ، ملي غرور او خاصو مراسمو سره نمانځل کېږي
