مهترلام ښار کې د بي کیفته او تاریخ تیره توکو د راټولولو کمیسون ترسره شو

web_admin
Thu, Feb 20 2025 6:25 AM
تاريخ تيره توکي راټول شو

د مهترلام ښاروالۍ په همکارۍ د لغمان صنعت او سوداګرۍ ریاست په مشرۍ په مهترلام ښار کې د تاریخ تیره خوراکي او غیرې خوراکي توکو د راټولو کمیسون ترسره شو
یاد کمیسون چې وخت پر وخت په مهترلام ښار کې خپل فعالیت کوي او تاریخ تیره توکي او درمل راټولوي، دا ځل یې د ۶ سوه کیلو ګرامه په اندازه تاریخ تیره توکي چې پکې شیدې، کیک، بیسکټ، او یو شمیر مشروبات شامل ؤ له ښار څخه راټول او د صنعت او سوداګرۍ ریاست په ګدام کې مهرلاک کړل،
یاده دې وي چې تیره اوونۍ د یاد کمیسون له لورې د اته میاشتو په موده کې ۱۰ ټنه تاریخ تیره توکي راټول شوي ؤ چې د لغمان مرستیال والي، مهترلام ښاروال او د یو شمیر ادارو  مسؤلینو په شتون کې وسوځول شول

Latest news

Wed, Sep 09 2026 6:32 AM
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

Wed, Sep 09 2026 6:29 AM
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

Mon, Sep 07 2026 9:55 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS