مهترلام ښار کې د نرخنامې تعقیب ترسره شو

web_admin
Mon, Mar 03 2025 8:34 AM
د نرخنامې تعقيب

د مهترلام ښاروالۍ، ولایت مقام، امنیي قوماندانۍ، استخبارات، صحت عامې، چاپېریال ساتنې ریاست په همکارۍ او د لغمان صنعت او سوداګرۍ ریاست په مشرۍ په مهترلام ښار کې د تاریخ تیره خوراکي او غیرې خوراکي توکو د راټولولو، د نرخونو کنټرول او د احتکار د مخنیوي کمیسیون ترسره شو
د کمېسیون غړو د مهترلام ښار خوراکي توکو، قصابانو، د سبزي مارکیټ له میوو او د ښار له ټولو مارکیټونو څخه د لیدنې ترڅنګ د جنسونو پایمانې او د نرخنامې تعقیب وکړ
همداراز د یاد کمېسیون غړو هټيوالو  ته سپارښتنې وکړې چې د جنسونو په پلورلو کې له انصاف څخه کار واخلي او د لوړو نرخونو او لږ  وزنونو څخه په جدي توګه ډاډه وکړي، که هر چا بې انصافي وکړه او له نرخنامې څخه یې سرغړونه وکړه ورسره به قانوني چلند کېږي چې بیا حق د شکایت نه لري
د یادونې وړ ده چې د نرخونو کنټرول، د تاریخ تیره توکو د راټولو یاد کمېسیون د روژې مبارکي میاشتې په خاطر له دې وروسته هره ورځ به په مهترلام ښار کې خپل فعالتونه کوي

Latest news

Wed, Sep 09 2026 6:32 AM
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

Wed, Sep 09 2026 6:29 AM
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

Mon, Sep 07 2026 9:55 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS