مهترلام ښار کې د ۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د سرک جوړولو چارې دوام لري

web_admin
Wed, Apr 23 2025 9:53 AM
د دارالمعلمين سرک

د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د ۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د لومړۍ ناحيي اړوند د دارالمعلمین په مسیر د سرک چړايي د جوړیدو چارې د پلان مطابق په منظم شکل جریان لري
په دغه پروژه کې په ورځني ډول ۲۵ کسانو ته د کار کولو زمینه هم برابره شوې ده
د دارالمعلمین سیمې اوسېدونکي، موټر چلوونکي او د عامه ترانسپورت کاروونکي له ښاروالۍ خوښ دي او وایي، دا سرک به نه یوازې د دوی د ورځني ژوند اسانتیا یقیني کړي، بلکې د ښار د ښکلا او نظم برخه کې به هم اغېزمن تمام شي
یاده دې وي چې له دې وړاندې د مهترلام ښاروالۍ له لوري د لس میلیونه افغانیو په لګښت د یاد سرک ترمیم چارې هم ترسره شوي چې اوس مهال خلک پرې په اسانۍ تګ راتګ کوي

Latest news

Wed, Sep 09 2026 6:32 AM
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

Wed, Sep 09 2026 6:29 AM
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

Mon, Sep 07 2026 9:55 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS