ټولو دوکاندارانو ته د کرايو او باقیاتو پر وخت تحویلولو سپارښتنه وشوه
مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق، د څارنې او ارزونې آمر الحاج عبدالطیف اخندزاده، د تخنیکي او مسلکي چارو آمر انجنیر زاهد الله مجددي او د عوایدو مدیر نکت الله عزیزي په حضور کې د مهترلام ښار د بېلابېلو صنفونو له استازو سره د ښاروالۍ د ملکیتونو د کرايو او پاتې حسابونو (باقیاتو) د تحویلولو په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه
د ناستې په لومړیو کې ښاروال د صنفونو استازو ستونزې واورېدې او د حل په برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړ
وموړي ټینګار وکړ چې د ښاروالۍ د دوکانونو، مارکیټونو او نورو ملکیتونو کرايې او باقیات باید پر خپل وخت تحویل شي، ترڅو ښاروالۍ وکولای شي له راټول شویو عوایدو څخه ښاریانو ته غوره او اغېزمن خدمات وړاندې شي
د ناستې په پای کې ښاروال وویل، د کرايو او باقیاتو له راټولېدو وروسته به هغه مارکیټونه، دوکانونه، تشنابونه او نورې ودانۍ چې بیارغونې ته اړتیا لري، د ښاروالۍ له لوري به ورغول شي، ترڅو ښاریانو او سوداګرو ته لا غوره اسانتیاوې برابرې شي
