په دویمه ناحیه کې د نیالګیو کینولو، خړوبولو او ګلدانونو جوړولو چارې ترسره شوې

web_admin
Mon, Feb 24 2025 8:06 AM
د نيالګيو کينولو

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار په دویمه ناحیه کې د نیالګیو کینولو، خړوبولو او د ګلدانونو د جوړولو چارې په منظم شکل د پلان له مخې روانې دي
د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مامور انجنیر ریحان الله آریان وویل، چې نن دوی د مهترلام ښار د دویمې ناحيي اړوند پارکونو، ګلدانونو داغمه ځایونو کې د نیالګیو کېنولو ترڅنګ د خړوبولو او د ګلدانونو د منظم کولو چارې ترسره کړې دي
همداراز نوموړي وویل چې د ځوانانو پارک کې هغه غونډې چې کلونه کلونه شاړه او ویجاړه پرته وه د نیالګیو کینولو لپاره یې د آمده کولو د ډیزاین او  نقشې کارونه ترسره شول، چې ډیر ژر به پکې نیالګي او زینتي ګلان وکرل شي
د یادونې وړ ده چې وخت پر وخت د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د نیالګیو، پارکونو او شنو ځایونو څارنه او پالنه کېږي

Latest news

Wed, Sep 09 2026 6:32 AM
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

Wed, Sep 09 2026 6:29 AM
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

Mon, Sep 07 2026 9:55 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS