په دویمه ناحیه کې شاوخوا ۲۰ جریبه ځمکه له غصب څخه وژغورل شوه

web_admin
Tue, Aug 25 2026 5:27 AM
غصب

د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحیې مدیریت له لوري د مهترلام ښار اړوند R11 پلان کې شاوخوا ۲۰ جریبه ځمکه له غصب څخه وژغورل شوه

د دویمې ناحیې مدیر مولوي عبدالرحمن مزمل وویل، چې د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښوونه یې په یاده سیمه کې د غصب د مخنیوي په موخه اقدامات ترسره کړل، چې په ترڅ کې یې یو کس چې د ښاروالۍ په ملکیت کې یې د سنګارۍ په موخه شاوخوا ۵۰ موټره د غره تیږه اچولې وه، یاده تیږه راټوله او ښاروالۍ کې مهرلاک شوه

مهترلام ښاروال وايي، چې د ښاروالۍ د پلانونو اړوند ځمکو کې به هېچا ته د غیرقانوني ابادۍ او غصب اجازه ورنه کړل شي او د مخنیوي په موخه به یې لازم اقدامات ترسره کېږي

Latest news

Wed, Sep 09 2026 6:32 AM
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

Wed, Sep 09 2026 6:29 AM
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

Mon, Sep 07 2026 9:55 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS