په مهترلام ښار کې د پاک چاپېریال ساتنې په موخه د عامه پوهاوي بنرونه ولګول شول

web_admin
Sat, Sep 06 2025 10:20 AM
بنرونه

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د مطبوعاتو او عامه پوهاوي مدیریت له لوري د پاک چاپېریال ساتنې او د ښار د زرغونتیا د هڅونې په موخه د ښار په مهمو درې لارو او چوکونو کې د عامه پوهاوي بنرونه ولګول شول

یاد بنرونه چې په بېلابېلو شعارونو سمبال دي، د ښاري حکومتولۍ امر، الحاج عباس عمري، په حضور کې ولګول شول
ښاغلي عمري د بنرونو د لګولو پر مهال له ټولو ښاریانو وغوښتل، چې د ښار په پاک ساتلو کې له ښاروالۍ سره پوره همکاري وکړي

نوموړي زیاته کړه، چې ښاریان باید خپل کثافات د ښاروالۍ له لوري په ټاکل شوو کثافت‌دانیو کې واچوي، څو د ښاروالۍ د تنظیف کارکوونکي یې په منظم ډول لرې ځای ته انتقال او د چاپېریالي اصولو مطابق دفن کړي

د یادونې وړ ده چې د یادو بنرونو لګولو هدف د عامه پوهاوي لوړول، د ښاریانو په منځ کې د چاپېریالي مسؤلیتونو ترویج او د مهترلام ښار د لا زرغونتیا لپاره ګډ کار کول دي

Latest news

Thu, Jun 18 2026 5:50 AM
Background image

د الینګار په مسیر د عمومي سړک د پلو لارو د پاکولو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د الینګار په مسیر د عمومي سړک د پلو لارو د پاکولو او منظمولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

یاده چاره د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر. . .

Thu, Jun 18 2026 5:47 AM
Background image

د لومړۍ ناحيې اړوند ګمین کلي لپاره ګذر وکیل وټاکل شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري ښاغلی محمد شریف اکبري د محمد حنیف زوی د مهترلام ښار د لومړۍ ناحيې اړوند د ګمین کلي اوسیدونکو لپاره د ګذر وکیل په توګه وټاکل شو
د نوموړي د. . .

Thu, Jun 18 2026 5:44 AM
Background image

د دویمې ناحیې اړوند د یخ فابریکې ترڅنګ د ویالو د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د مهترلام ښار د دویمې ناحيې اړوند د یخ فابریکې ترڅنګ د ویالو او پلچکونو د پاکولو چارې ترسره شوې
یاده چاره د مهترلام. . .

BACK TO NEWS