د مهترلام ښاروالۍ ملکیتونو څخه لیدنه وشوه

web_admin
Mon, Apr 13 2026 10:57 AM
لیدنه

مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق چې د لومړۍ ناحیې مدیر ملا عباس ابراهیمي او د املاکو مدیر محمد اصف یې ملتیا کوله د لومړۍ ناحیې اړوند د ښاروالۍ له یو شمېر ملکیتونو څخه یې لیدنه ترسره کړه

د دې لیدنې موخه د ښاروالۍ د ملکیتونو د وضعیت ارزونه، د شته ستونزو ګوته کول او د خدماتو د ښه والي لپاره لازم تدابیر نیول وو

ښاروال په یادو ملکیتونو کې له شته کاروباریانو سره وکتل او هغوی ته یې سپارښتنې وکړې، چې د چاپېریال پاکوالي ته جدي پاملرنه وکړي او د ښاروالۍ شتمنۍ د امانت په توګه وساتي

نوموړي ټینګار وکړ، چې د ښاروالۍ ملکیتونه د عامه شتمنیو برخه ده او ساتنه یې د ټولو ګډ مسؤلیت دی او باید په ښه شکل وساتل شي

همداراز، ښاغلي عتیق په دې لیدنه کې هغه ملکیتونه چې ترمیم ته اړتیا لري له نږدې وکتل او اړوندو مسؤلینو ته یې لارښوونه وکړه، چې د ترمیم چارې دې په چټک او معیاري ډول پیل او بشپړې شي، ترڅو یاد ملکیتونه د ښاریانو د خدمت لپاره لا اغېزمن وکارول شي

Latest news

Wed, Apr 22 2026 9:57 AM
Background image

د سرپناه کورونو د جوړونې په اړه د ریاست‌الوزراء د حکم په تړاو انلاین معلومات ورکړل شو

د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست له لوري د ریاست‌الوزراء عالي مقام د هغه حکم د تطبیق په موخه، چې د سرپناه کورونو د جوړونې لپاره صادر شوی، د مهترلام ښاروالۍ مسؤلینو ته انلاین معلومات. . .

Wed, Apr 22 2026 9:54 AM
Background image

د نوآباد کلي اوسیدونکو خپلې ستونزې له ښاري حکومتولۍ امریت سره شریکې کړې

د مهترلام ښار د څلورمې ناحيې اړوند د نوآباد کلي اوسیدونکو خپلې ستونزې د حل په موخه د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري سره شریکې کړې

د یادې سیمې اوسیدونکو په پیل کې. . .

Wed, Apr 22 2026 9:49 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي آمریت تر چتر لاندې 
 تنظیف او سرسبزۍ مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومڔۍ ناحيې اړوند د کثافاتو د انتقال او د کثافت دانیو د پاکولو چارې ترسره شوې. . .

BACK TO NEWS