د نوآباد کلي اوسیدونکو خپلې ستونزې له ښاري حکومتولۍ امریت سره شریکې کړې

web_admin
Wed, Apr 22 2026 9:54 AM
ستونزې

د مهترلام ښار د څلورمې ناحيې اړوند د نوآباد کلي اوسیدونکو خپلې ستونزې د حل په موخه د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري سره شریکې کړې

د یادې سیمې اوسیدونکو په پیل کې مننه وکړه چې ستونزې یې د حل په موخه مخامخ اوریدل کېږي، وروسته یې غوښتنه وکړه چې په سیمه کې یې د ګذر وکیل درې کلنه موده پوره شوې او باید همدغه شخص چې ډیر ایمانداره، مجاهد او امانت دار  انسان دی بیرته وټاکل شي ترڅو د سیمې ستونزې له ښاروالۍ مقام سره په وخت شریکې شي

عباس عمري ټولو راغلو مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ډاډ ورکړ چې ستونزو ته به یې رسیدنه کوي او د ښاري حکومتولۍ د طرزالعمل مطابق به خپله کړنه ترسره کوي

Latest news

Wed, Apr 29 2026 9:48 AM
Background image

د مهترلام ښار د محبت مارکیټ شاوخوا د ویالو د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي آمریت ترچتر لاندې د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومڔۍ ناحيې اړوند د محبت مارکیټ شاوخوا د ویالو د پاکولو  چارې ترسره شو
یاده. . .

Wed, Apr 29 2026 9:45 AM
Background image

په مهترلام ښار کې د نوو بېرغونو د لګولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري په مهترلام ښار کې د زړو بېرغونو د راټولولو او پر ځای یې د نوو بېرغونو د لګولو چارې ترسره شوې
یاد نوي بېرغونه د ښار په درې‌لارو، چوکونو او. . .

Tue, Apr 28 2026 10:47 AM
Background image

د لومړۍ ناحیې اړوند اتلسم ګذر چهلمټیو کلي اوسیدونکو لپاره ګذر وکیل وټاکل شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د طرزالعمل مطابق ښاغلی خیرالله اخندزاده د حاجي کریم الله زوی د مهترلام ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د ۱۸م ګذر د چهلمټیو کلي اوسیدونکو لپاره د ګذر وکیل په. . .

BACK TO NEWS