د دوهمې ناحيې اړوند د نهم ګذر اوسیدونکو لپاره ګذر وکیل وټاکل شو

web_admin
Sun, May 03 2026 10:04 AM
معرفت

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري حاجي عبدالقیوم محمدي د مهترلام ښار د دوهمې ناحيې اړوند د نهم ګذر حاجیانو کلي د ګذر وکیل په توګه وټاکل شو
دا چې نوموړي له دې وړاندې هم د یاد ګذر د وکیل په توګه مسؤلیت درلود او درې کلنه موده یې پوره شوې وه د یادې سیمې د اوسیدونکو په غوښتنه یو ځل بیا د درې کلنو لپاره د ګذر وکیل په توګه وټاکل شو

د نوموړي د پیژندنې په مراسمو کې د مهترلام ښاروالۍ د څارنې او ارزونې آمر الحاج عبدالطیف اخندزاده، د مطبوعاتو او عامه پوهاوي مدیر لعل آغا ابراهیمي، د کلتوري او اجتماعي چارو مدیر رضوان الله زماني او د یادې سیمې اوسیدونکو ګډون کړی وو

د ښاري حکومتولۍ د مسؤلینو له لوري حاجي عبدالقیوم محمدي ته د ګذر وکیل د دندو لایحه تشریح شوه او سپارښتنه ورته وشوه ترڅو خپلې چارې د نافذه قوانینو پر اساس پرمخ یوسي
په پای کې وکیل محمدي د مهترلام ښاروالۍ د ریاست مقام ترڅنګ د نهم ګذر له اوسیدونکو مننه وکړه چې دی یې د ګذر وکیل په توګه وټاکه
نوموړي د کلي ټولو اوسیدونکو ته ډاډ ورکړ چې د خپل وس مطابق به شپه او ورځ دوی ته خدمت کوي

Latest news

Thu, May 14 2026 6:06 AM
Background image

د دویمې ناحیې اړوند د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې


د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د دویمې ناحيې اړوند د کثافاتو د انتقال او د کثافت دانیو د پاکولو چارې ترسره شوې
یاده چاره د مامور عزت الله نیازي په مشرۍ او د. . .

Thu, May 14 2026 6:01 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ د ارچهار دویم مارکیټ مزایده ترسره شوه

د مهترلام ښار د دریمې ناحيې اړوند د مهترلام ښاروالۍ د ارچهار دویم تجارتي مارکیټ مزایده د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق او د تعین شوې کمېټې په حضور کې ترسره شوه

د یاد مارکیټ. . .

Thu, May 14 2026 5:58 AM
Background image

د پنځمې ناحیې اړوند د څلورم ګذر اوسیدونکو په خپله سیمه کې د نوي ګذر وکیل د ټاکلو غوښتنه وکړه

د مهترلام ښار د پنځمې ناحيې اړوند څلورم ګذر اوسیدونکو د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري سره وکتل د یو شمیر ستونزو د شریکولو ترڅنګ یې په خپله سیمه کې د نوي ګذر وکیل د ټاکلو غوښتنه وکړه. . .

BACK TO NEWS