د مهترلام ښار له پارکونو او ګلدانونو څخه نظارت ترسره شو
د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې له مخې د زرغونتیا مدیریت مامور ریحان الله اریان د مهترلام ښاروالۍ له پارکونو، ګلدانونو او شنو ساحو څخه لیدنه او نظارت ترسره کړ
په یاده لیدنه کې نوموړي اړوندو کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه، چې د هوا د تودوخې له زیاتوالي سره سم خپلې چارې لا چټکې او منظمې ترسره کړي، ترڅو پارکونه، نیالګي، ګلان او چمنونه زرغون او تازه پاتې شي
هغه همداراز وویل، چې د ښار ګلدانونه د منظم پلان له مخې د ټانګرونو په وسیله سهار وختي اوبه کېږي، ترڅو زرغون وي
