د مشرتابه د فرمانونو او حکمونو د تطبیق په موخه د دویمې ناحیې له ګذر وکیلانو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه
د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحیې مدیریت له لوري د مشرتابه د فرمانونو او حکمونو د ښه تطبیق په موخه د یادې ناحیې له ګذر وکیلانو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه
په ناسته کې د دویمې ناحیې مدیر مولوي عبدالرحمن مزمل ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ټینګار وکړ، چې د مشرتابه ټولو فرمانونو او حکمونو ته دې ځانګړې پاملرنه وشي او د خپلو ګذرونو له اوسېدونکو سره دې د هغو د عملي کېدو په برخه کې همکاري وکړي
نوموړي همداراز له ګذر وکیلانو وغوښتل، چې په خپلو سیمو کې د ناوړه دودونو او ناسمو رواجونو د مخنیوي لپاره هڅې وکړي او هغه حکم هم په جدي توګه عملي کړي، چې له مخې یې پر پاکټونو او چاپي کاغذونو د الله تعالی د نوم او د قرآن کریم د آیتونو لیکل منع دي
د ناستې په پای کې ګذر وکیلانو د مشرتابه د فرمانونو او حکمونو هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ، چې یادې لارښوونې به د خپلو ګذرونو تر اوسېدونکو ورسوي او د عملي کېدو لپاره به لازمې هڅې وکړي
