مهترلام ښاروال د نورستان د ښاروال د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ او د خواخوږۍ مراتب یې وړاندې کړل
مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د نورستان ولایت د ښاروال د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ او د نوموړي له کورنۍ، خپلوانو او د نورستان له ولس سره یې د ژورې خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب څرګند کړل
مهترلام ښاروال د وروستیو سختو ورښتونو او ویجاړوونکو سېلابونو له امله د نورستان د ښاروال د شهادت له امله خپله ژوره خواشیني څرګنده کړه او د شهید لپاره یې د الله تعالی له درباره د فردوس جنت، د هغه کورنۍ، دوستانو او د نورستان ولس ته یې د جمیل صبر غوښتنه وکړه
په همدې سفر کې مهترلام ښاروال د نورستان له والي الحاج قاري زین العابدین عابد سره هم وکتل او د دې غمجنې پېښې له امله یې د خواخوږۍ او تسلیت مراتب ورته وړاندې کړل
نوموړي ټینګار وکړ، چې د طبیعي پېښو پر مهال د یو بل ترڅنګ درېدل او د زیانمنو هېوادوالو ملاتړ کول د اسلامي ورورولۍ او انساني همدردۍ څرګندونه ده
د یادونې وړ ده، چې د وروستیو سختو ورښتونو او سېلابونو له امله په نورستان ولایت کې خلکو ته پراخ مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي
