کرونا ویروس خطرناک ده باید خپلې روغتیا او سلامتیا ته ځانګړې پاملرنه وکړو

Anonymous (not verified)
Tue, Mar 24 2020 7:58 AM
جلسه

دغه څرګندونې مهترلام ښاروال انجنیر نظیف الله الکوزي د لغمان ولایت د روغتیا ریاست له ډاکټرانو سره په یوې ناسته کې شریکې کړې او د کرونا ویروس د مخنیوي اولیه ضرورتونو په پار یې ورسره خپل پلانونه شریک کړه.

په سر کې مهترلام ښاروال اندیښنه څرګنده کړه چې د لغمان ولایت ولسونه د کرونا ویروس جدي نه ګڼي او د خپلې سلامتیا او روغتیا په برخه کې تنبلي کوي.

مهترلام ښاروال په خپلو خبرو کې وویل: ښاري حکومتوالۍ امریت ته مو دنده ورکړې چې سر له ننه په ښار کې ټولې ګڼې ګوڼې پای ته ورسوي او ولسونو ته د کرونا د خطرناک ویروس په پار عامه پوهاوی ترسره کړي او ترڅنګ یې په ښار کې د ویروس ضد دوایي د پمپونو په وسیله وپاشي.

ورپسې د روغتیا ریاست ډاکټرانو له مهترلام ښاروال څخه مننه وکړه چې د کرونا ویروس سره د مبارزې او د لغمان د ولسونو د سلامتیا او ښې روغتیا په خاطر یې لازم تدابیر نیولې دي،

راغلو ډاکټرانو زیاته کړه: دا چې مهترلام ښاروالۍ د ښار سلمانۍ او حمامونه یې تړلي، ورزشي برخه کې خپل فعالیتونه درولي، هوټلونه او میلمستونونه یې تړلي او هم په ښار کې د دواء شیندلو په خاطر له روغتیا ریاست سره خپلې مشورې شریکوي په نیک پال یې نیسو او د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره یې ښه اقدام بولو.

هغوۍ وویل: موږ له مهترلام ښاروالۍ سره په دغه تدابیرو کې مرسته کوو او خپلې مشورې ترې نه سپموو او ددې ترڅنګ به د روغتیا ریاست له ښاروالۍ سره په ګډه کار وکړي.

په ورته مهال مهترلام ښاروال د روغتیا ریاست له ډاکټرانو مننه وکړه چې د نیکو مشورو ترڅنګ یې له مهترلام ښاروالۍ سره د ګډ کار ژمنه وکړه، ترڅو د کرونا خطرناکه ناروغی  په مهترلام ښار کې ځای پیدا نکړي او له وړاندې ورته تصامیم ونیول شي

Latest news

Sun, Apr 26 2026 6:51 AM
Background image

د مهترلام ښار قصابانو ته خبرداری ورکړل شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري د مهترلام ښار له قصابانو څخه څارنه وکړه او خبرداری یې ورکړ چې د څارویو د پوستکو له پلور څخه ډډه وکړي

نوموړي وویل چې د مهترلام. . .

Sun, Apr 26 2026 6:23 AM
Background image

د ډاکټر عبدالله لغماني لېسه کې د ښاروالۍ د مکتب کمېټې غړو ته وسایل ورکړل شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د کارونو په اړه د زده کوونکو د ذهنیت لوړونې په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو ترمنځ کمېټې جوړې شوې دي، چې نن د. . .

Sun, Apr 26 2026 6:20 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د منظور شوي پلان له مخې د خط‌اندازۍ چارې پیل شوې

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه د ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي امریت ترچتر لاندې د پلان مدیریت له لوري د مرکز د منظور شوي پلان له مخې د خط اندازۍ چارې پیل شوې

. . .

BACK TO NEWS