مستحقو کورنیو ته د ډوډی ویش رسما پیل شو

Anonymous (not verified)
Mon, May 11 2020 4:44 AM
افتتاح

د لغمان مرکز مهترلام ښار کې ۷۲۹۷ اړمنو کورنیو باندې د وچې ډوډۍ د وېش لړۍ پیل شوه.

دلغمان ولایت مرکز مهترلام ښار کې د یکشنبې په ورځ د غویي په ۲۱ نېټه د دې ولایت والي محمد اصف ننګ، مهترلام ښاروال انجینر نظیف الله الکوزي, د ولایتي شورا رئیس عتیق الله عبدالرحیمزي او یو شمېر نورو په شتون کې له اړمنو سره د وچې ډوډۍ د وېش لړۍ پیل شوه.

مهترلام ښاروال نظیف الله الکوزي د معلوماتو له مخې چې دوی د ګذر وکیلانو له لارې د ښار په ناحیو کې د ۷۲۹۷ اړمنو لیستونه برابر کړي او نن پرې عملاً د وچې ډوډۍ د وېش لړۍ پیل شوه.

نوموړی وایي، په دغه پروسه کې به تر یوې میاشتې پورې هرې کورنۍ ته د ورځې ۱۰ ډوډۍ ورکول کیږي.

په ورته مهال د لغمان والي محمد اصف ننګ له جمهور رئیس محمد اشرف غني څخه مننه وکړه چې په هېواد کې د اړمنو شمېر ته په کتو یې د وچې ډوډۍ د وېش پروسې د پیل امر وکړ.

هغه وویل، هره ورځ به د مهترلام ښاروالۍ له لوري ټاکل شویو اړمنو ته په وخت وچه ډوډۍ ویشل کېږي او تمه ده چې د ولایتي شورا غړي، مدني ټولنې او د رسنیو استازي ددغې پروسې د نظارت په برخه کې همکار پاتې شي.

دلغمان والي دغه راز زیاتوي چې د اړمنو وګړو شمېر ډیرښت ته په کتو یې له مرکز څخه د ۳۰۰۰ نورو سهمونو د ورکړې غوښتنه کړې،چې ډیر ژر به یې منظوري راشي.

 

مهترلام ښاروالی

Latest news

Wed, Sep 09 2026 6:32 AM
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

Wed, Sep 09 2026 6:29 AM
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

Mon, Sep 07 2026 9:55 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS