د مهترلام له ښاره د ابادی بل خبر

Anonymous (not verified)
Tue, Aug 11 2020 8:52 AM
پرمختیایی پروژی

د مهترلام ښاروالۍ له لوری د سراج بڼ د شرق او شمال لوری د سرکونو قیر ریزی کار چی قرارداد یی پخوا ترسره شوی وه له ابتدایی کارونو وروسته نن عملا پیل شو یاد سرک چی د ښار شاوخوا کلیو اوسیدونکی او همدارنګه ښاریان تری ګټه اخلی د سراج کلا او د هغی بڼ ته نژدی تیر شوی چی د یادی تاریخی کلا په ښکلا کی به نور هم زیاتوالی راولی یاد سرک د بارانونو او نورو عواملو پر اساس تخریب شوی وه د وسایطو عبور او مرور پکی مشکل وه چی  په نږدی ورځوکی به  د هیوادوالو پر مخ پرانیستل شی او د هغوی د ګټی اخیستنی لپاره به اماده شی

پروژه های باز سازی

مهترلام ښاروالۍ دا ژمنتیا لری تر څو د مهترلام میشتو ولسونو ته د هغوی د هوساینی لپاره معیاری خدمات وړاندی کړی ستاسی حمایت او تشویق زموږ حوصله نور هم لوړوی تر څو د نور خدماتو د وړندی کولو جوګه شو .

په درنښت

# مهترلام - ښاروالۍ

Latest news

Thu, Jun 18 2026 5:50 AM
Background image

د الینګار په مسیر د عمومي سړک د پلو لارو د پاکولو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د الینګار په مسیر د عمومي سړک د پلو لارو د پاکولو او منظمولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

یاده چاره د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر. . .

Thu, Jun 18 2026 5:47 AM
Background image

د لومړۍ ناحيې اړوند ګمین کلي لپاره ګذر وکیل وټاکل شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري ښاغلی محمد شریف اکبري د محمد حنیف زوی د مهترلام ښار د لومړۍ ناحيې اړوند د ګمین کلي اوسیدونکو لپاره د ګذر وکیل په توګه وټاکل شو
د نوموړي د. . .

Thu, Jun 18 2026 5:44 AM
Background image

د دویمې ناحیې اړوند د یخ فابریکې ترڅنګ د ویالو د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د مهترلام ښار د دویمې ناحيې اړوند د یخ فابریکې ترڅنګ د ویالو او پلچکونو د پاکولو چارې ترسره شوې
یاده چاره د مهترلام. . .

BACK TO NEWS