د مهترلام ښاروالۍ له لوري په مهترلام ښار د سولې په تفریحي پارک کې شپږ سوه د زیتون نیالګي کینول شول.

Anonymous (not verified)
Tue, Oct 27 2020 12:08 PM
د نیالګیو کینول

دغه نیالګي د مهترلام ښاروال انجنیر نظیف الله الکوزي سربیره د مهترلام ښاروالۍ د مشورتي بورد غړو، د ګذر وکیلانو، د اصنافو د رئیس او غړو، ځوانانو او

د نیالګیو کینولقومي مشرانو په لاسونو نن په مهترلام ښار د سلطان غازي بابا ښارګوټي د سولې په تفریحي پارک کې کینول شول.

مهترلام ښاروالۍ د ښار د سمسورتیا په برخه کې شپه او ورځ هلې ځلې کوي او په دغه برخه کې د نورو ولایاتو په پر تله چابک قدونه اخستې دي.

#مهترلام_ښاروالۍ_مطبوعاتي_څانګه

Latest news

Tue, Jan 20 2026 6:38 AM
Background image

د لومړۍ ناحیې مدیریت له لوري د کورونو او بلاکونو د لوړې کرایې د مخنیوي په موخه له ګذر وکیلانو سره ناسته وشوه

د مهترلام ښاروالۍ د لومړۍ ناحیې مدیریت له لوري د یادې ناحیې له ګذر وکیلانو سره د کورونو او بلاکونو د کرایې زیاتوالي د مخنیوي په موخه یوه مهمه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

په دې ناسته کې د. . .

Tue, Jan 20 2026 6:29 AM
Background image

د ښاري نظم او د پلو لارو د خلاصون ګډ کمېسیون په مهترلام ښار کې پراخ کمپاین ترسره کړ

د ښاري نظم د ټینګښت او د پلو لارو د خلاصون په موخه هغه ګډ کمېسیون چې د ولایت مقام له لوري ترتیب شوی او مشري یې د ترافیکو مدیر مولوي حبیب‌الله مبارز کوي، نن د مهترلام ښار په بېلابېلو. . .

Wed, Jan 14 2026 6:10 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د کانال او پلچکونو د جوړیدو چارې په چټکۍ روانې دي

لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د ۶ نیم میلیونه افغانیو په ارزښت له ولایت مقام څخه تر کانونو ریاست پورې د کانال او پنځه پلچکونو د جوړیدو چارې په چټکۍ روانې دي

یاد کانال چې. . .

BACK TO NEWS