د مهترلام ښاروالۍ له لوری په مهترلام ښار کې د څه کم یو کیلو مترو په اوږدوالی سره سرک ګټی اخیستنې ته وسپارل شو

Anonymous (not verified)
Mon, Nov 16 2020 10:58 AM
افتتاح سرک قلعه سراج

نن دوشنبه د عقرب میاشتې شپږویشتمه نیټه له غرمی وروسته د مهترلام ښاروال انجینر نظیف الله الکوزي له لوری چی د نورو ملکی اداراتو ریسانو هم شتون درلود یاد سرک افتتاح او ګټی اخیستنې ته وسپارل شو

مهترلام ښاروال د پیل په وینا کی وویل : یاد سرک چی له ډیری مودی په بد وضعیت کی قرار درلوده او خلک یی له ستونزو سره مخامخ کړي وه د مهترلام ښاروالۍ له لورې په اساسي شکل ورغول شو .

د نوموړي سرک رغنیزی چاری د لسو میاشتو په موده کی د فخر سلیمان ساختمانی شرکت له لورې ترسره شوې.

د پروژی انجینر پخپلو خبرو کی وویل یاد سرک چی د کابل جلال اباد له پخوانې هډی څخه د سلطان غازی بابا تر زیارت او د زړې قومندانی څخه د مهترلام ښارتر جامع مسجد پوری د سراج کلا له تاریخي بڼ څخه چارپیر شوی په اساسې ډول رغول شوی چی د سرک عرض په مختلفو برخو کی له (۸) څخه تر(۱۰) مترو پورې دی چی نوموړی سرک ټول ټال (۵) پلچکونه لری

له یاد سرک څخه په ګټی اخیستنی سره به د مهترلام په ښار کی د ترافیک اذدهام را کم شی او د خلکو ستونزي به حل شې .

په درنښت

#مهترلام_ښاروالۍ_مطبوعاتي_څانګه

Latest news

Sun, Jun 14 2026 8:51 AM
Background image

د لومړۍ ناحيې اړوند پاچا جوی ویالې د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه او د مامور عزت الله نیازي په مشرۍ د تنظیف او سرسبزۍ زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومړۍ ناحيې اړوند د پاچا جوی ویالې د پاکولو. . .

Sun, Jun 14 2026 8:45 AM
Background image

د مهترلام ښار د یو شمېر سړکونو د داغګیرۍ چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار په یو شمېر هغو ساحو کې د سړکونو د داغګیرۍ او بیارغونې چارې ترسره شوې، چې د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله زیانمنې شوې وې او ښاریانو ته یې د تګ راتګ. . .

Sun, Jun 14 2026 8:38 AM
Background image

د مهترلام ښار د ګلدانونو د خړوبولو چارې په منظم ډول جریان لري

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د ټانکرونو په وسیله د ښار د ګلدانونو، ګلانو، زینتي بوټو او چمنونو د اوبه کولو چارې هره ورځ د منظم پلان له مخې. . .

BACK TO NEWS