د مهترلام ښاروالۍ امرینو او پنځه ګونو نواحیو مدیرانو ته د کارموندني برنامې د تشریح په موخه پرذنټیشن وړاندې شوه.

Anonymous (not verified)
Sun, Feb 21 2021 9:38 AM
شاروالی مهترلام

نن د حوت په دریمه نیټه د مهترلام ښاروالۍ په ریاست مقام کې د کارموندني برنامې د ولایتي مسولینو او د مهترلام ښاروالۍ د امرینو، نواحیو مدیرانو ترمنځ د کاري چارو د همغږۍ او ښو پایلو د ترلاسه کولو په موخه ګډه ناسته وشوه.

د ګډې همغږۍ یاده ناسته په داسې حال کې ترسره شوه چې مهترلام ښاروال مجاهد رحمتزي هم حضور درلود، مهترلام ښاروال د ناستې د پیل وینا وکړه او د کارموندنې برنامې مسولینو سره یې د ولسونو په اقتصادي وضعیت اوږدې خبرې وکړې.

مهترلام ښاروال په خپلو خبرو کې وویل: د مهترلام ښاروالۍ د نواحیو مدیران به په هره ناحیه کې د ګذر وکیلانو له لارې د ولسونو لومړیتوبونه په ګوته کړي، ترڅو وکولای شو چې مستحق خلک مشخص او لازم خدمتونه ورته وړاندې کړو.

ښاغلي رحمتزي د کارموندنې برنامې مسولینو ته ډاډ ورکړ چې د مهترلام ښاروالۍ رهبري او پرسونل به په دغه برنامه کې تاسو سره پوره همکاري ولري، ترڅو دغه برنامه په ښه ډول په مهترلام ښار کې پر مخ یوړل شي.

په ورته مهال د کارموندنې برنامې ولایتي مسوول ښاغلي مشعل قیومي د مهترلام د ښاروال او اړوند کاري پرسونل له هلو ځلو څخه مننه وکړه او وویل: د کارموندنې برنامه د محلي ارګانونو د خپلواکې ادارې د ښاروالیو معینیت تر چتر لاندې فعالیت کوي چې مالي برخه یې د نړیوال بانګ له لوري تمویلیږي.

ښاغلي قیومي زیاتوي: د کارموندنې برنامه پنځه برخو کې کار کوي، چې مهمې برخې یې د بیرته راستنیدونکو کډوالو او داخلي بې ځایه شویو وګړو ته په ښاري ساحه کې د کاري زمینې برابرول دي او هم کوښښ مو داده چې ټولنې د غریب قشر د پاره عامه پروژې تطبیق کړو او هم دغه غریبو کورنیو ته  میشتیدنې سهولتونه برابر کړو.

د ناستې په وروستۍ برخه کې د مهترلام ښاروال مجاهد رحمتزي، د مهترلام ښاروالۍ امرینو، مدیرانو او د کارموندنې د برنامې د مسولینو ترمنځ د پرذنټیشن د وړاندې کولو پر مهال دوه اړخیزه نظریات تبادله شول او هم د لازمو همکاریو ژمنه وشوه او ناستې په دعا سره پای وموند.

په درنښت

۳/۱۲/۱۳۹۹

#مهترلام_ښاروالۍ_مطبوعاتي_څانګه

www.mehterlam.gov.af

 

Latest news

Wed, Sep 09 2026 6:32 AM
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

Wed, Sep 09 2026 6:29 AM
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

Mon, Sep 07 2026 9:55 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS