جماعت په جماعت د ښاري فرهنګ د پوهاوي پروګرام اړوند يو شمېر علماوو سره مشورتي ناسته!

Anonymous (not verified)
Wed, May 05 2021 7:12 AM
شاروالی مهترلام

مهترلام ښاروال مجاهد رحمت زي د مهترلام ښار يو شمېر علماوو او د مساجدو خطيبانو سره ( جماعت په جماعت) د ښاري فرهنګ پوهاوي پروګرام د غوره تطبيق په موخه مشورتي ناسته وکړه.

په دې ناسته کې لومړی د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ امر بختيار حسين خېل علماوو ته هرکلی ووایه او ياد پروګرام يې د ناستې ګډونوالو ته تشريح کړ او ددې پروګرام اصلي موخه يې هم ګډونوالو ته روښانه کړه.

حسين خېل دا پروګرام د ښاروالیو معینیت، د ښاري حکومتولۍ د عمومي ریاست د پلان شوو پروګرامونو يوه برخه وبلله او له علماوو يې وغوښتل، چې په دې برخه کې ستاسو رول خورا زيات ارزښتمن دی.

ورپسې د ختيځ زون علماوو شورا رئيس مولوي فرمان الله اخندزاده او نورو څو تنو علماوو هم خبرې وکړې، د جماعت په جماعت پروګرام د تطبيق هرکلی يې وکړ.

دوی د ملي او ټولنيزو برنامو د تطبيق په برخو کې د علماوو د رضاکارې همکارۍ ډاډ ورکړ؛ دغه راز ښاغلو علماوو په مهترلام ښار کې د غوره نظم د رامنځته کولو او د غصب د مخنيوي په برخو کې يو شمېر ستونزې ښاروال سره هم شریکې کړې او د حل لپاره يې خپل نظريات هم مهترلام ښاروال سره شريک کړل.

په پای کې مهترلام ښاروال مجاهد رحمت زي ښاروالۍ سره د علماوو د رضاکارې مرستې کولو د ژمنې مننه وکړه او په دې برخه کې يې د دوی د ځانګړې لېوالتيا لرلو ستاېنه هم وکړه.

رحمت زي د ښاري فرهنګ پياوړتيا او د عام ولس د پوهاوي په برخه کې د علماوو او د ښار د نخبه اشخاصو رول مهم او ګټور وباله.

ښاروال مجاهد رحمت زي ټينګار وکړ، چې علماء او د ښار نخبه اشخاص بايد د ښاري نظم رامنځته کولو او د غصب د مخنيوي په برخو کې ښاروالۍ سره لازمه همکاري وکړي.

په درنښت

۱۴/۲/۱۴۰۰

Latest news

Wed, Sep 09 2026 6:32 AM
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

Wed, Sep 09 2026 6:29 AM
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

Mon, Sep 07 2026 9:55 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS