د‌ لغمان ورزشکارانو ‌ټولنې په ‌نوښت‌ د واليبال پنځه ورځنۍ دوستانه سيالۍ، چې مهترلام‌ ښار کې د ۹ بېلابېلو لوبډلو ترمنځ پيل شوې وه پای ته ورسېده

Anonymous (not verified)
شاروالی مهترلام

دغه ‌سيالي لومړی د اتو لوبډلو ترمنځ وشوه، چې پای لوبه کې د ښاروالۍ او د نانکزيو لوبډلو ترمنځ لوبه وشوه، چې وروستۍ لوبه د ښاروالۍ لوبډلې په ګټه تمامه شوه او د لوبې کپ يې ترلاسه کړ.

د پای مراسمو کې د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ امر بختيار حسين خېل، د ورزشکارانو ټولنې مشر استاد احمد شاه صديقي، ددې ترڅنګ يو شمېر نورو ګډونوالو خبرې وکړې.

ښاغلي ‌حسين خېل د ښاروالۍ لوبډله او نور ورزشکاران وهڅول، ترڅو د ورزش له لارې خپلې ټولنې ته مثبت پيغامونه ورکړي او ددې ترڅنګ خپل ځان او عامو خلکو ته د تفريح زمينه برابره کړي.

حسين خېل وړاندې وويل، چې موږ ته ټول ورزشکاران مهم دي او په ‌ټولنه کې د دوی رول موږ ته بنسټيز ارزښت لري.

دغه راز د ښاري حکومتولۍ امر بختيار حسين خېل ټول ورزشکاران او ‌د لوبې ننداره کوونکي د کرونا پر ضد مبارزې ته وهڅول ‌او‌ د پای لوبې پر ګډونوالو يې ماسکونه هم ووېشل.

دارنګه ‌په لغمان ولايت کې ‌د‌ بدني روزنې ‌امر استاد بادام ‌ګل‌ ملتزم ‌هم خبرې وکړې، ورزشکاران ‌یې ورزشي اخلاقو ته متوجې کړل، ددې ترڅنګ يې زیری ورکړ، چې له ‌کرونايي‌ حالت ‌وروسته به دا ډول لوبې د بدني روزنې ‌امريت تر چتر لاندې ‌جوړوي او ‌غوره سهولت به ورته ‌برابروي.

ملتزم‌ ورزشکارانو‌ ته لارښوونه وکړه، چې د کرونا مخنيوي په خاطر کلپونو وتړي او تر يو څه وخت پورې دې ورزش ته ادامه نه ورکوي.

په ‌پای کې د ورزشکارانو ټولنې مشر استاد صديقي‌ د کرونا سره د مبارزې ترڅنګ ورزشکاران او د لوبې ګډونوال سولې او يووالي راوستلو ته ‌هم‌وهڅول، ‌د لوبې هدف يې روښانه کړ او ګټوونکو لوبډلو ته يې کپونه هم ورکړل

Latest announcements

Tue, Jul 28 2026 11:10 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ خبرتیا

مهترلام ښاروالۍ غواړي چې خپل دوه بابه ملکیتونه(د ولایتي روغتون ترڅنګ د وسایطو پارکینګ) او د (صرافۍ ترڅنګ د زړې ښاروالۍ د مارکیټ دویم او دریم منزلې) د ازادې مزایدې له لارې په میاشتني . . .

Mon, Jul 27 2026 10:54 AM
Background image

د ګڼې ګوڼې د مخنیوي په موخه د مهترلام ښاروالۍ خبرتیا

د مهترلام ښار ټولو ښاریانو ته خبر ورکول کېږي، چې هېڅ شخص حق نه لري چې د مهترلام ښار د لومړۍ ناحیې اړوند مربوطاتو کې نوې غرفه نصب یا جوړه کړي
که هر چا له دې خبرتیا څخه سرغړونه وکړه او په . . .

Sat, Jul 25 2026 6:38 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ خبرتیا

مهترلام ښاروالۍ غواړي چې د کلیو او پراختیا ریاست ترڅنګ خپل تجارتي مارکیټ بیارغونه ترسره کړي، ټول په شرایطو برابر ودانیز شرکتونه کولای شي چې د اعلان له نشر څخه تر ۲۱ ورځو پورې د مهترلام . . .

Back to announcements