د مهترلام ښاروالۍ اداري ناسته

Anonymous (not verified)
Mon, Jul 26 2021 7:55 AM

د مهترلام ښاروالۍ اونيزه اداري ناسته، د مهترلام ښاروال مجاهد رحمت زي په مشرۍ جوړه شوه!

په دې ناسته کې د ښاري حکومتولۍ امر بختيار حسين خېل د غونډې پر اجڼدا ګډونوالو ته مفصل معلومات ورکړل.

ورپسې مهترلام ښاروال مجاهد رحمت زي خپله پرانيسونکې وینا پیل کړه، د ناستې ګډونوالو ته يې د تېر شوي لوی اختر مبارکي وويله

بیا یې د ښاروالۍ په ترسره کړو چارو هم خبرې وکړې او د تیرو ترسره شوو کړنو ارزونه یې وکړه، نوموړي ټول مثبت او منفي ټکي د ښاروالۍ امرینو، مدیرانو او مامورینو سره شریک کړل.

ښاغلي رحمت زي د ښاروالۍ پرسونل ته د چارو د بهبود لپاره مشورې ورکړي او یو شمېر وړاندیزونه يې وکړل ، دغه راز یې د چارو منظم ترسره کولو لپاره لازمې سپارښتنې هم وکړې.

مجاهد رحمت زي د (R1) پلاني ساحې د نمرو د ستونزې پر حل، د غصب د مخنیوي لپاره پر منظمو اجراتو، د معیاري او لويو کثافت دانيو پر نصب، د ښار په تنظیف، د لاس پلورنکو پر ستونزو، د ښار پر تنظيم، د موټرو هډو ته د ځای پر پیدا کولو، او د کثافاتو په ژر انتقال بحث او خبرې وکړې.

ددې ترڅنګ مهترلام ښآروال مالي او اداري امر ته دنده وسپارله، ترڅو د ترانسپورټ لپاره موټر وپیري، بعضې دې ترميم کړي او دې ستونزې ته دې پر وخت رسیده ګي وکړي.

وروسته د مهترلام ښاروالۍ آمرینو او مدیرانو په وار سره د خپلې کاري ساحې اړوند ستونزې، وړاندیزونه او نظریات له مهترلام ښاروال سره شریک کړل.

مهترلام ښاروال مجاهد رحمت زي د اداري پرسونل د ستونزو له اوریدو وروسته، هغوی ته لازمې سپارښتنې هم وکړې.

په ‌دې ناسته کې د مالي او اداري امر سربيره، د ښاري حکومتولۍ، سکټوري او څارنې امرینو، ددې ترڅنګ د کار موندنې پروګرام، ډاکار او اکټيډ استازو ګډون کړی وو.

Latest news

Sun, May 03 2026 10:09 AM
Background image

د دویمې ناحیې مدیریت له لوري د پلو لارو د خلاصون پراخ کمېسیون ترسره شو

د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحیې مدیریت له لوري د مهترلام ښار سلطان غازي بابا ښارګوټي کې د پلو لارو د خلاصون پراخ کمېسیون ترسره شو

د یاد کمېسیون مشري د دویمې ناحیې مدیر مولوي عبدالرحمن. . .

Sun, May 03 2026 10:06 AM
Background image

په دریمه ناحیه کې د کانال او پلچکونو د کانکریټ اچونې چارې جریان لري


لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د ۶ نیم میلیونه افغانیو په ارزښت له ولایت مقام څخه تر کانونو ریاست پورې د کانال او پلچکونو د جوړیدو چارې په منظم شکل جریان لري، چې نن یې د. . .

Sun, May 03 2026 10:04 AM
Background image

د دوهمې ناحيې اړوند د نهم ګذر اوسیدونکو لپاره ګذر وکیل وټاکل شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري حاجي عبدالقیوم محمدي د مهترلام ښار د دوهمې ناحيې اړوند د نهم ګذر حاجیانو کلي د ګذر وکیل په توګه وټاکل شو
دا چې نوموړي له دې وړاندې هم د. . .

BACK TO NEWS