مهترلام ښاروالۍ "۱۴۰۳" کال کې د ۷۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پروژې پلي کړي دي

web_admin
Thu, Mar 27 2025 8:19 AM
کنفرانس

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت د یوکلنو فعالیتونو او لاسته راوړونو په معلوماتي کنفرانس کې خبریالانو ته وویل، چې په تیر ۱۴۰۳ کال کې د دغه ولایت په مرکز مهترلام کې د ۷۷ میلیونه افغانیو په ارزښت ۲۸ لویې او وړې پروژې پلي شوي دي
د نوموړي پر وینا لویو پروژو کې د ښاروالۍ ختیځ او جنوبي اړخ ته استنادي دیوال جوړول، د سړکونو قیر، داغ ګیري، د سبزي مارکیټ بیار راغونه، د برېښنایي تنویري پایو لګول، بیلابیل فرعي سړکونو جوړول، د لس پلچکونو او ویالو جوړول، د شهید مولوي حبیب الرحمن پارک جوړول، د تنویري پایو بیا جوړونه، د حاجیانو کلي فرعي سړک جوړول او د دارالمعلمین سړک بیا رغونه شامل دي چې ځینې تکمیل شوي او پر یوشمیر نورو کار روان دی
د یادونې وړ ده چې د تیر کال په پرتله سږکال بیا د مهترلام ښاروالۍ په عوایدو کې هم ۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی

Latest news

Wed, Jun 10 2026 10:42 AM
Background image

د دویمې ناحیې اړوند له یو شمېر فابریکو څخه نظارت ترسره شو

د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحیې مدیر مولوي عبدالرحمن مزمل له لوري د یادې ناحیې اړوند له یو شمېر فابریکو څخه د پاک او منظم چاپېریال د تأمین په موخه نظارتي لیدنه ترسره شوه

د لیدنې پر. . .

Wed, Jun 10 2026 10:38 AM
Background image

د مهترلام ښار له پارکونو، ګلدانونو او شنو ساحو څخه نظارت ترسره شو

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې له مخې د مهترلام ښاروالۍ د زرغونتیا مدیریت مامور ریحان الله اریان د ښار له یو شمېر پارکونو، ګلدانونو او شنو ساحو څخه لیدنه او. . .

Wed, Jun 10 2026 10:32 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښاریانو ستونزو ته رسېدنه وشوه

مهترلام ښاروالۍ د ښاریانو د ستونزو د حل او د ښاري خدمتونو د ښه والي په موخه د مهترلام ښار د درېیمې ناحیې اړوند د اقوامو او قبایلو ریاست مخې ته د تخریب شوي سړک د بیارغونې چارې پیل کړې دي. . .

BACK TO NEWS