د مهترلام ښاروالۍ له لوري د پلو لارو د خلاصون کمیسیون ترسره شو

web_admin
Thu, Apr 17 2025 10:12 AM
د پلو لارو خلاصون

د مهترلام ښاروالۍ د لومړۍ ناحيي مدیر ملا عباس ابراهیمي په مشرۍ چې د ښاروالۍ ټولو امرینو یې ملتیا کوله د ګنې ګوڼې د مخنیوي په موخه یې د مهترلام ښار د پلو لارو د خلاصون کمېسیون ترسره کړ
د یاد کمېسیون له لوري په غیرې قانوني توګه چې کومو دوکاندارانو او هټیوالو په ترپالونو، چترۍ ګانو او نور شیانو باندې پلې لارې بندې کړې وې د ښاریانو پرمخ خلاصې کړې
د لومړۍ ناحيي مدیر ملا عباس ابراهیمي ټولو دوکاندارانو او هټیوالو ته خبرداری ورکړ چې د پلو لارو خلاصون ته په جدي توګه پام وکړي تر څو یادې لارې د ښاریانو او اطفائي پر مخ خلاصې اوسي، که هر چا لاره بنده کړه قانوني چلند ورسره کېږي چې بیا حق د شکایت نه لري
د مهترلام ښار یو تن اوسیدونکي زاهد الله وویل: "دا یو ډېر مهم اقدام دی، ځکه زموږ ډېرې لارې بندې وې او تګ راتګ سخت شوی و، موږ له مهترلام ښاروالۍ څخه مننه کوو چې ښاري نظم ته پام کوي."
د یادونې وړ ده چې دغه کمېسیون به د راتلونکو ورځو په اوږدو کې هم خپل فعالیتونو ته دوام ورکوي تر څو د ښاریانو لپاره د تګ راتګ لا ډیر سهولتونه برابر شي

Latest news

Wed, Sep 09 2026 6:32 AM
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

Wed, Sep 09 2026 6:29 AM
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

Mon, Sep 07 2026 9:55 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS